د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست انتخابات؛ شیبه په شیبه معلومات 

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات نن د سه شنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۳) پیل شول. ددغو انتخاباتو په هکله تازه خبرونه او رپوټونه د متن، ویدیو او تصویر په بڼه دلته کتلای او لوستلای شئ.

جو بایډن د انتخاباتو په ورځ د دلاویر په ایالت کې د رای ورکوونکو په منځ کې راڅرګند شو. ټاکل شوی چې ښاغلی بایډن به نن په پنسلوانا ایالت کې د رای ورکولو دوو مرکزونو ته لاړ شي او نن ماښام به د دلاویر ایالت څخه خبرې وکړي.

دونالد ټرمپ د انتخاباتو د ورځې په سهار د فاکس تلویزیوني خپرونې "فاکس او دوستان" کې خبرې وکړې او وویل چې ځان به د ټاکنو ګټونکی اعلان کړي. ښاغلي ټرمپ همداشان د سه شنبې په ورځ د واشنګټن ډي سي په څنډه کې خپل انتخاباتي مرکز ته ځي.

د امریکا د داخلي امنیت وزیر چاد وولف د سه شنبې د ورځې په سهار وویل چې "هیڅ نښه نښانه" نشته چې "بهرني عمال" د امریکا د انتخاباتو په بهیر کې بریالی دخالت وکړي.

له دې دمخه د امریکا استخباراتي مقاماتو ویلي وو چې چینايي او ایراني هکران د امریکا انتخاباتي سیستمونو د داخلیدو لپاره سایبري بریدونه کړي دي.

د امریکا د داخلي امنیت وزیر چاد وولف
د امریکا د داخلي امنیت وزیر چاد وولف

د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو د نن ورځې وروستی حال د امریکا د ویرجنیا ایالت څخه وحيدالله فيضي درکوي

په امریکا کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په اړه د امریکاغږ اشنا تلویزیون ځانګړې خپرونه دلته کتلای شئ

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG