د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست انتخابات؛ شیبه په شیبه معلومات 

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات نن د سه شنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۳) پیل شول. ددغو انتخاباتو په هکله تازه خبرونه او رپوټونه د متن، ویدیو او تصویر په بڼه دلته کتلای او لوستلای شئ.

د امریکا په سیاسي پروسو کې ګڼ شمیر افغاني الاصله امریکایان هم فعاله دي. په کالیفورنیا ایالت کې زمونږ همکارې بریښنا تحریک له یو شمیر افغانانو سره په همدې اړه خبرې کړي .

د امریکا په ټاکنو کې د افغانانو ونډه
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:38 0:00

د امریکا د متحدو ایالتونو د ونډو بازار «وال سټریټ» د ټاکنو په ورځ ښه و او په ځینو برخو کې دومره ښه و چې د تېرې اونۍ یو شمېر زیانونه یې هم جبران کړل.

د امریکا د کانګرس په خاص ډول د سنا مجلس د اکثریت څوکیو ګټل هم روانو ټاکنو پورې تړلي دي. د سنا مجلس لپاره د نوماندانو ترمنځ سیالي په بیلابیلو ایالتونو کې تقریباً برابره روانه ده.

په امریکا کې د روانو ټاکنو په اړه بیلابیل تحلیلونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00

ایرن هغه امریکایۍ ده چې په خپل ژوند کې په لومړي ځل رایه ورکوي. هغه له خپلې مور سره د «مډ سیټي» د «اورلینز» په سیمه کې د رایې اچونې په مرکز کې په لیکه کې ولاړه ده چې رایه ورکړي.

#VOAElection2020

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG