د متحده ایالاتو د کانګرس غړیو دوشنبه جنوري شپږمه ( مرغومي ۱۷) تصدیق کړله چې ډونالډ ټرمپ د تیر کال نومبر میاشتې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند کاندیدې، کاملا هریس ته ماتې ورکړې.
د کانګرس دا پریکړه پدې معنی چې ښاغلی ټرمپ به دوه اوونۍ وروسته د وفادارۍ لوړه وکړي او د دویمې دورې لپاره به د متحده ایالاتو جمهور رئیس شي.
د امریکا د قانون له مخې د هیواد د جمهور رئیس مرستیال د انتخاباتي کالج رایو تصدیق کولو د چارو مشري کوي.
د جو بایډن مرستیالې، کاملا هریس چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ډونالډ ټرمپ سیاله وه خو انتخابات یې وبایلل په کانګرس کې د انتخاباتو رایو تر تائید کولو وړاندې په ویډیویي پیغام کې په سوله ایزه توګه د واک په لیږد کې خپل نقش "سپیڅلي مسؤلیت" وباله.
میرمن هریس وویل، " لکه چې ومولیدل زمونږ دیموکراسي کمزورې کیدلی شي او دا زمونږ د ټولو مسؤلیت دی چې خپل تر ټولو مهم ارزښت لپاره ودریږو".
تیر ځل چې د کانګرس په ماڼۍ کې عین چاره روانه وه، د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پلویانو چې په هغه وخت کې یې د جو بایډن په مقابل کې انتخابات بایللي ، د کانګرس په ماڼۍ یرغل وکړ چې ګڼ شمیر کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
میرمن هریس د دوشنبې په ورځ د کانګرس په ماڼۍ کې د رایو تائیدولو سند د کانګرس څلورو غړیو ته وړاندې کاوه او هغوي په لوړ آواز ټولو غړیو ته لوست او پدې سره ټرمپ ۳۱۲ د انتخاباتي کالج رایې وګټلې پداسې حال کې چې هریس ۲۲۶ رایې ګټلې وې.
ټرمپ په ۲۰۲۱ کال کې له خپل مرستیال، مایک پینس غوښتي و چې د هغو ایالتونو رایې تائید نکړي چې د انتخاباتو په نتیجې کې مهم نقش لري او بې ځایه ادعاوې یې کولې چې په انتخاباتو کې ټګي برګي شوې او دا چې هغه دا انتخابات ګټلي و.
خو ښاغلي پینس دا غوښتنه ونه منله او ټرمپ وروسته ادعا وکړله چې "مایک پینس د هغه څه کولو لپاره زړه ورتیا نه درولوده چې باید یې کړي و".
فورم \ دبحث خونه