په متحده ایالاتو کې چارواکو د چین ۵ اتباع پدې تورن کړل چې ګمان کیږي د چین د مخفي پولیسو لپاره یې کار کاوه او په امریکا کې یې د هغو چینایي اتباعو په هکله جاسوسي کوله چې په بیجنګ انتقادونه کوي.
د متحده ایالاتو د نیویارک ایالات یو څارنوال بریون پیس پدې کسانو دا تورونه ولګول. پدې کسانو تور دی چې په متحده ایالاتو کې هغه چنیایي اتباع ځوررول، تعققیبول او یا یې د هغوي جاسوسي کوله چې د چین په حکومت انتقادونه کوي.
د محکمې د اسنادو پر اساس پدې کسانو کې یو یې د چین د امنیت د وزارت غړی دی او په امریکا کې یې د یو پخواني امریکایي عسکر چې په خټه چینایي دی، د کانګریس لپاره د کاندید کیدو په چارو کې د لاس وهنې هڅه کړې.
د کانګریس لپاره دې کاندید په ۱۹۸۹ میلادي کال کې د دیموکراسۍ په پلوۍ د تیانیمن څلور لارې په مظاهرو کې برخه اخیستې وه چې د چین حکومت یې د ځپلو لپاره د تشدد څخه کار اخیستی و.
په یو بل کسې بیا دا تور دی چې د امریکا د نیویارک ښار د کیونز په سیمه کې یې د دیموکراسۍ یو طرفداره ډله جوړه کړې وه خو په حقیقت کې یې د مطرح فعالینو په هکله معلوماتر راټولول او بیا یې د چین حکومت ته سپارل.
د ملي امنیت په چارو کې د امریکا د لوی څارنوال مرستیال میتیو جي اوسلن ویلي چې د ملیتونو ځپنه په متحده ایالاتو او ټولې نړۍ کې خلک ګواښي او پخپله د قانون حاکیمت کمزوری کوي.
ښاغلي اولس زیاته کړه چې "متحده ایالات به هیڅ یو بهرني حکومت ته اجازه ورنکړي چې دا ډول فعالیتونه وکړي"
امریکایي چارواکو د دې ۵ تورونو کسانو څخه ۳ یې نیولي او په دوو نورو پسې یې لټون روان دی.
پدې کسانو تور لګول د امریکا د عدلیې وزارت تازه هڅه ده چې په متحده ایالاتو د چین لخوا د ناراضایانو د ځورولو د هڅو د بربنډولو لپاره یې کوي.
تر دې وړاندې د امریکا د پخواني جمهور رئیس براک اوباما حکومت هم بیجنګ ته خبرداری ورکړی و چې دا شان فعالتیونه دې نکوي.