د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کموي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، ډېر ژر به په افغانستان کې د مېشتو امریکايي سرتېرو شمېر ۸زرو ته راکښته کړي.

ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې هم ویلي و چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر کمول د سولې روانو خبرو له پرمختګ سره تړلي دي.

هغه له ټایم مجلې سره مرکه د ټاکلې نېټې له یادولو پرته ویلي چې ډېر ژر به په افغانستان کې د مېشتو امریکايي سرتېرو شمېر ۸زره ته راکم کړي.

ښاغلي ټرمپ پخپلو تازه څرګندونو کې همدارنګه ویلي، چې په افغانستان کې وضعیت پرسم لور روان دی او زیاته کړې ده چې ښې خبرې پېښېدونکې دي.

نوموړی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې ټاکل شوې د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد روانه میاشت یو ځل بیا دوحه کې له طالب استازو سره پر افغان سوله وغږیږي.

دواړو اړخونو تر دې مخکې شپږ ځله له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتلو او دا چې له افغان خاورې څخه به نورو هېوادونو ته ګواښ نه پېښېږي خبرې کړي دي.

دا مهال په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ په چوکاټ کې ۹زره امریکايي سرتېري شتون لري چې عمده دنده یې افغان ځواکونو ته سلا مشورې ورکول او روزنه ده.

د یادونې وړده چې ولسمشر محمد اشرف غني تېر کال ډونالډ ټرمپ ته په یو لیک کې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د پاتې کیدو لپاره د دغو ځواکونو د مصرف د کمیدو وړاندیز کړی و.

XS
SM
MD
LG