متحده ایالاتو جمعه جون ۱۴ ( غبرګولي ۲۵) د سودان سره چې د څه باندې ۱۴ میاشتو راهیسې پکې د دوو جنرالانو تر منځ کورنۍ جګړه روانه ده، د ۳۱۵ ملیون ډالرو اضافي بشري مرستو اعلان وکړ.
په سودان کې د جګړې له کبله ۲۵ ملیونه وګړي بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.
د نړیوالې پراختیا لپاره د متحده ایالاتو ادارې ( USAID) مشري سمنتا پاور د دې مرستو د اعلان پر مهال وویل چې په سودان کې د وګړو وضعیت "په نړۍ کې تر ټولو ستر بشري ناورین" دی.
ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی چې په جګړه ځپلي سودان کې پنځه ملیونه وګړي د قحطۍ په ژۍ ولاړ دي.
میرمن پاور اندیښنه څرګنده کړه چې په سودان کې ښایي بشري وضعیت هغه شان خراب شي لکه په ۲۰۱۱ کال کې چې په سومالیې کې تر وچکالۍ وروسته قحطي راغلې وه او شاوخوا ۲۵۰ زره کسان یې ووژل چې نیمایي یې ماشومان و.
د متحده ایالاتو دې جګپوړې چارواکې زیاته کړه، "تر ټولو ډیره د اندیښنې سناریو دا د چې په سودان کې به ښایي داسې وژونکې قحطي راشي چې د ۱۹۸۰ په لسیزه کې په ایتوپیا کې راغلې وه او تر دې دمه یې ساری ندی لیدل شوی".
په ایتوپیا کې په تاریخي قحطۍ کې د دې هیواد یو ملیون وګړي په دوو کالونو کې مړه شول، په میلونونه نور اړ شول چې دننه په ایتوپیا کې نورو ځایونو ته کډه شي او سلګونو زرو یې بیا هیواد پریښود.
د USAID مشرې همدرانګه په خبري کنفرانس کې وویل چې د سودان وسله وال ځواکونه او د چټک ملاتړ ځواکونو په نامه ملیشې چې د یو بل سره جنګیږي، په فعاله توګه دې هیواد ته د بشري مرستو د لیږد مخه نیسي.
میرمن پاور وویل چې د همدې دواړو ډلو لخوا د بشري مرستو مخه نیول او په سودان کې په ګودامونو کې په کافي اندازه د خواړو نه شتون هغه څه دي چې په پدې هیواد کې د دومره ډیرو کسانو له لوږې مړه کیدو سبب شوي چې په تاریخ کې ساری نلري.
هغې وویل چې دا وضعیت باید په سمدستي توګه بدل شي.
په سودان کې د تیر کال د اپریل له پنځمې نېټې را وروسته د پوځ او د "چټک ملاتړ ځواک" د غړو ترمنځ جګړه روانه ده او د ورکړل شویو معلوماتو او موجوده ارقامو په اساس، تر دې دمه شاوخوا ۵۰۰۰ خلک په کې وژل شوي دي.
د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح برهان او د چټک ملاتړ ځواکونو په نامه ملیشو مشر جنرال حمدان داګلو په دې کې ناکام شول چې دا ملیشې د سودان په ملي پوځ کې شامل کړي.
د ملګرو ملتونو ارقامو له مخې په دې کورنۍ جګړې کې تر اوسه زرګونه خلک وژل شوي، ۱.۶ میلیون وګړې اړ شوي چې خپل کور کلی پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي او نږدې ۲۵ میلیونه نور چې ددې هیواد نیمایي نفوس څخه ډیر دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
متحده ایالاتو او سعودي عربستان څو ځله د دې دوو جنرالانو تر منځ د خبرو کوښښونه کړي دي خو کامیابي یې ډیره لږه وه.
ملګري ملتونه وایي چې په سودان کې ۲۵ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او له دې جملې ۱۸ ملیونه یې د حادې لوږې سره مخ دي.
فورم \ دبحث خونه