د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د امنیت د شورا د غونډې موضوع دې ایران وي، نه اسرائیل


په ملگرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي
په ملگرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي

په ملگرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیرې نیکی هیلي د اردن د سیند په لویدیځه غاړه کې د یو کلي د ورانولو په اړه د امنیت د شورا په غونډې باندې په انتقاد سره ویلي چې ددې غونډې موضوع باید ایران وي، نه اسرائیل.

نیکي هیلي وویل چې د ایران د اسلامي جمهوریت په اندازه بل هیڅ هیواد په سیمه کې د بې ثباتۍ او نښتو منبع ندی. خو د هغې په وینا د امنیت په شورا کې د خبرو اصلي برخه د ایران پر ځای اسرائیل ته ځانگړې شوې ده.

میرمن هیلي زیاته کړه څه دپاسه ۴٠ کاله کیږي چې د ایران رژیم له قانون نه بهر چلند کوي او ډیر مشکله ده چې په منځني ختیځ کې دې یوه نښته د ایران له ښکلتیا پرته یاده شي.

میرمن هیلي وویل چې "د ایران رژیم له دیکتاتورانو ملاتړ کوي چې د خپلو خلکو پر ضد یې له کیمیاوي غازو نه کار اخیستی دی. تهران سخت دریځو ته میزایل ورکوي، جگړه مارانو او بهرنیو ترهگرو ته منابع ورکوي او د امنیت د شورا د گټو او سیاستونو پر ضد عمل کوي. په ټول منځني ختیځ کې د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو گاونډیانو حاکمیت له گواښ سره مخامخ کړی. په لبنان، سوریه او یمن کې په بشپړه توگه د هغو هیوادونو حاکمیت ته پاملرنه نه کوي."

د میرمن هیلي څرگندونې د ترهگرۍ د وضعیت په هکله د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د تازه رپوټ سره جوخت بیان شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پدې رپوټ کې یو ځل بیا ټینگار کړی دی چې د ایران اسلامي جمهوریت د ترهگرو د ملاتړو د فهرست په سر کې ځای لري.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیرې همداشان زیاته کړې چې "‌پدې وروستیو میاشتو کې د ایران تیري زیات شوي او په څرگنده توگه خپلو نیابتي ځواکونو ته [په عراق] کې پیسې او تجهیزات برابروي."

هغې په عراق کې د ایران فعالیتونو ته په اشارې وویل چې تهران غواړي عراق کمزوری پاته شي چې خپل ترهگریز فعالیتونه په هغه هیواد کې پراخ کړي.

میرمن هیلي ټینگار وکړ چې "د ایران لاس وهنې نه یواځې د عراق د خلکو د پرمختگ خنډ شوي، بلکه هلته د نښتو او زیاتې جگړې سبب شوي دي. د امنیت د شورا ټول غړي باید اندیښمن اوسي."

XS
SM
MD
LG