د لاس رسي وړ اتصالات

امنیت شورا: افغانستان او سیمه کې د تروریزم ګواښ مخ په زیاتیدو دی


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې د تحلیل او څارنې ډلې د افغانستان د وضعیت په اړه په یو تازه راپور کې د طالبانو د حکومت پالیسو ته کتنه کړې او ویلي، چې طالبان د "۹۰ لسیزې انحصاري سیاستونو" ته ستانه شوي دي.

د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې د تحلیل او څارنې ډلې له خوا په خپور شوي راپور کې ویل شوي، چې کابل کې د طالبانو د میشتو مشرانو ترمنځ د پالیسو د بدلون په برخه کې هیڅ کومه نښه نه لیدل کیږي او په لنډه موده کې د بدلون لپاره کومه هیله هم نه شته دی.

په دې راپور کې ویل شوي: "په افغانستان کې طالبان د ملا هبت الله اخوندزاده تر مشرۍ لاندې په واک کې د حاکمې ډلې په توګه د ۹۰ لسیزې په څیر د پښتنو په محوریت استبدادي پالیسو ته ستانه شوي دي".

دا راپور وايي، چې د طالبانو د رهبرۍ ترمنځ څه اختلافات راڅرګند شوي خو د طالبانو د مشر واک مخ په زیاتیدو دی او کیدای شي، چې د طالبانو مشرتابه ترمنځ یووالي به د یو یا دوو نورو کلنو لپاره هم دوام ومومي.

دا راپور وايي، چې داسې نښې نشته، چې د طالبانو نور مشران دې پر ملاهبت الله اخوندزاده باندې د پالیسو په بدلولو کې کومه خاصه اغیز ولري.

په دې راپور کې ویل شوي چې د طالبانو په حکومت کې پنځه غیر پښتانه وزیران کارکوي او د ۳۴ ولایتونو په والیانو کې ۲۵ یې پښتانه دي، چې دا د طالبانو د ۹۰ لسیزې سیاست ته ورتوالی لري.

په دې راپور کې په افغانستان کې د تروریستي ډلو د فعالیت د زیاتیدو یادونه شوې او ویل شوي، چې دا ډلې اوس د پخوا په پرتله د ډیرې ازادۍ څخه برخمنې دي او په افغانستان او سیمه کې تروریستي ګواښونه مخ په زیایدو دي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې طالبانو د امریکا متحده ایالاتو سره په دوحه کې شوی تړون نه دی عملي کړی.

دا راپور وايي، چې د القاعده ډله په افغانستان کې بیرته د سر د پورته کیدو په حال کې ده او د تحریک طالبان پاکستان ډلې پاکستان کې بریدونه زیات کړي دي.

ددغه راپور له مخې داعش ډلې هم په افغانستان کې خپل بریدونه د پخوا پرتله لا زیات سخت کړي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې د تحلیل او څارنې ډلې په دغه راپور کې ویلي، چې تراوسه د طالبانو د مشر له خوا پر کوکنارو په کر باندې د بندیز په اړه څه ویل له وخت څخه وړاندې دي، خو زیاته کړې ده، چې یو شی څرګند دی، چې د اپینو بیې لوړې شوي دي.

همداشان په دغه راپور کې په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو شتون د سیمې او ګاونډیو هیوادونو لپاره ګواښ ګڼل شوی دی. دا راپور وايي، چې طالبانو د تروریستي ډلو سره اړیکو ساتلو ته دوام ورکړی دی.

په دې راپور کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو ۴۱ چارواکي د ملګروملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لیست کې و، خو سږکال دا شمیر ۵۸ ته لوړ شوی دی.

طالبانو تراوسه د ملګروملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې د تحلیل او څارنې ډلې له خوا دغه ترتیب شوي راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

خو دمخه د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو د شتون او د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو په خلاف د کارولو په اړه راپورونه په کلکه رد کړي و.

طالبانو حکومت ویلي، چې د دوحه تړون ته ژمن دي.

نږدې دوه اونۍ وړاندې د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال او کفیل مولوي عبدالکیبر کابل کې یوې غونډې ته وویل: " که دنیا مونږ ته مشکلات نه جوړوي مونږ دنیا ته مشکل نه جوړو. مونږ لکه څنګه، چې د دوحه په تړون کې نړۍ ته وعده ورکړې، چې د افغانستان خاوره به د چا په خلاف نه استعمالیږي مونږ په خپله وعده باندې ولاړ یو. هیڅوک دا نشي ثابتولی، چې د امارت په اجازه باندې دې یو څوک یا پاکستان ته تللی وي عملیات یې کړي وي یا چین ته یا تاجیکستان ته یا اوزبیکستان ته".

د طالبانو د حکومت دغه چارواکي وویل، چې د حکومت پالیسي یې داده، چې په ځینو سرحدي سیمو کې د هغو هیوادونو اتباع، چې حکومتونه یې د خپلو خلکو سره ستونزې لري هغوی له دغسې سیمو څخه شاته کړي ترڅو سرحدونه کنټرول شي او د افغانستان له اړخه کوم هیواد ته زیان ونه رسیږي.

XS
SM
MD
LG