د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: تېرکال مو۶.۳ میلیون افغان زده کوونکو ته درسي مواد برابر کړي


په ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵ په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
په ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵ په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یونیسف وايي چې افغانستان کې د ماشومانو ته د زده کړو د درسي موادو د برابرولو پروګرام یې په نړۍ کې یو ترټولو ستر پروګرام دی چې په ترڅ کې یې په تیر ۲۰۲۳ کال کې ۶.۳ میلیون نجونو او هلکانو ته درسي مواد برابر کړي وو.

د یونیسف د ادارې د پروګرامونو د چارو مرستیالې روشنان مرتضی چې په دې وروستیو کې یې د ماشومانو د زده کړو لپاره د درسي موادو د برابرولو یو مرکز لیدو ته ورغلې وه، وویل چې"یونیسف د هر ماشوم لپاره د زده کړو د دفاع لپاره ملاتړ ته ژمن دی".

افغانستان لپاره د یونیسف دفتر د میرمن مرتضی ددغو څرګندولو په غبرګون کې ویلي چې په بدخشان ولایت کې یې د ۵۰۰ کلیوالي ټولګو او د زده کړو د چټکیدو مرکزونو له لارې زرګونو ماشومانو ته د زده کړو د دوام زمینه برابره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یونیسف په افغانستان کې د تیرو نږدې دوو لسیزو راهیسې په کلیوالو سیمو کې ماشومانو ته چې کورونه یې د ښوونځیو څخه لیرې دي د کلیوالو ټولګیو له لارې د زده کرو امکانات برابروي.

ددغو ټولګیو د شمیر په اړه تازه معلومات نشته، خو د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" د ۲۰۲۳ کال د اپریل په میاشت کې ویلي وو چې د ننګونو سره سره دغې ادارې په افغانستان کې څه باندې ۵۷۳ زره ماشومانو ته، چې ۵۹ فیصده یې نجوني دي، د کلیوالو ټولګیو له لارېد زده کړو امکانات برابر کړي دي.

یونیسف د ۲۰۲۳ کال د جون پنځمه (جوزا۱۵) په یو راپور کې ویلي وو، چې دا اداره په ۳۰ ولایتونو کې د ۱۷ زره او ۸۵۶ کلیوالي ټولګیو څخه د ملاتړ له لارې دغه شمیر ماشومانو ته د زده کړو امکانات برابرکړي دي.

ماشومانو ته د ښوونځي د جاپاني بکسو د لیږد دوام

یونیسف په افغانستان کې ماشومانو ته د زده کړو د برابرولو لپاره د مالي ملاتړ د چمتو کولو له امله د جاپان د خلکو او حکومت څخه مننه کړې ده.

په افغانستان کې د جاپان سفارت د نومبر اتم (لړم ۱۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې له جاپان څخه افغانستان ته د ښوونځی د بکسو د لیږلو پروګرام په دوام افغان مشومانو ته د بکسو د لیږد لړۍ پیل شوې ده.

دغه سفارت لیکلي: " د کوراي په نام یو جاپاني شرکت له شاوخوا ۲۰ کلونو راهیسې افغان ماشومانو ته د دوئیم لاس بکسو د مرستې په پروژه کار کوي. موږ هیله لرو چې دا په زړه پورې پروژه به په افغانستان کی د ډیرو ماشومانو سره مرسته وکړي چې زده کړې وکړې او خپلو هیلو ته ورسیږي".

د جاپان سفارت ویلی چې د ښوونځی بکسې د جاپانی ښوونځیو د ماشومانو لپاره خورا مشهورې دې، چې درسي کتابونه او د قرطاسي توکي په کې لیږدوي.

په ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵ مه په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی او په تیرو نږدې دریو کلنو کې یې اصلا د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو ښوونځي نه دي پرانیستي.

طالبانو د نجونو د منځنۍ او ثانوي دورو د ښونځیو د تړلو سربیره د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګوه، چې ورسره په ټول افغانستان د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو او د لوړو زده کړو په موسسو کې په بشپړ ډول د نجونو او ښځو تعلیم بند شوی دی.

د پاملرنې نړیواله موسسه (Care International) تیرکال په یو راپور کې په افغانستان کې د هغو نجونو شمیر، چې عمرونه یې ښوونځیو ته د تللو له عمر سره برابر دي او اوس مهال له ښځوونځیو بهر دي ۸۰ فیصدو یا ۲.۵ میلیونو نجونو ته رسیږي. دغې موسسې ښوونځیو ته د نجونو او پیغلو پر زده کړو بندیز اقتصادي زیان افغانستان لپاره ۵.۴ ملیارده ډالرښودلی دی.

خو د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز دایمي نه دی او موقتي بڼه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG