د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې جګړو ۲۲ سلنه زور اخیستی - ملګري ملتونه


ملګري ملتونه د افغانستان د ملي یوالي حکومت په خپل دویم کال کې له کوم لوی مشکل سره مخامخ نه و، خو باید شته ستونزې حل کړي
ملګري ملتونه د افغانستان د ملي یوالي حکومت په خپل دویم کال کې له کوم لوی مشکل سره مخامخ نه و، خو باید شته ستونزې حل کړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغان مشرانو ترمنځ د سیاسي اختلافاتو له کبله اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي د امنیت شورا ته په خپل تازه راپور کې د افغانستان د سیاسي او امنیتي حالاتو په اړه یو تت تصویر وړاندې کړی دی.

د سرمنشي په راپور کې د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایي رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ د واک پر سر ناندریو ته اشاره شوې ده.

په دغه راپور کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم له لوري پر ښاغلي غني او عبدالله باندې د قوم پالنې تورونه هم یاد شوي دي. ښاغلي دوستم دغه دواړه مشران تورن کړي وو چې د اشخاصو په ګمارنې کې قومپالنه کوي.

راپور وايي د افغانستان د ملي یوالي حکومت په خپل دویم کال کې د کومې لویې ستونزې شاهد نه و، خو باید شته ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.

امنیت

د دغه راپور په اساس د تېرکال په پرتله د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ او اکتوبر په میاشتو کې جنګ جګړې او وسله والې شخړې ۲۲فیصده زیاتې شوي دي.

په راپور کې دا هم راغلي چې افغان امنیتي ځواکونو د ټول افغانستان د ولایتونو مرکزونه په خپل واک کې ساتلي دي، خو وسله والو طالبانو هم افغان امنیتي ځواک ته لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

په همدغه روان کال کې طالبانو هڅه وکړه چې د هلمند، ارزګان، فراه او کندز مرکزونه ونیسي.

په همدغې مودې کې په یو لړ جنايي پېښو کې ۱۸۳ تنه وژل شوي چې د تېرکال په پرتله ۳۲فیصده دا ډول پېښې زیاتې شوي دي. د دې ترڅنګ په همدغه موده کې د انسان تښتونې ۸۰پېښې شوې چې ۱۱ یې داسې وې چې په یوه وار په کې ډېر خلک وتښتول شول.

۱۹ ځانمرګي بریدونه شوي هم دي چې له تېرکال نه یو فیصد زیات شوی دی.

له طالبانو سره د افغان ځواکونو پر جنګ جګړو سربېره، د داعش له جګړه مارانو سره د افغان ځواکونو ترمنځ جنګ هم زیات شوی دی. افغان ځواکونو د کونړ او ننګرهار په ولایتونو کې له نړیوالو ځواکونو سره په ګډه د داعش پر ضد عملیاتونه وکړل چې تر ډېره په دغو سیمو کې د داعش موجودیت محدود کړ.

هند ته نږدېتوب، پاکستان نه لریتوب

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په راپور کې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو یادونه هم شوې ده، چې له اسلام اباد سره یې اړیکې ترینګلې ښودل شوي، خو له نوي ډيلي سره یې اړیکې بیا نژدې ښودل شوي دي.

راپور دا خبره هم کړې چې ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د ۵۰۰میلیونه ډالرو هغه مرسته هم رد کړه، چې اسلام اباد یې د بروګسل په غونډه کې ژمنه کړه، خو کابل بیا د ډیلي د ۱۰۰میلیونه ډالرو مرسته ومنله.

راپور کې ویل شوي چې د سیمې هېوادونه د سیاسي او امنیتي حالاتو په ښه کولو کې مهم رول لوبولی شي او په همدې اساس ملګرو ملتونو د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د سیمې په اقتصادي وده او ثبات کې ونډه واخلي.

XS
SM
MD
LG