د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا هره ورځ یو مهاجر ماشوم مړ یا ورکیږي


په مدیترانې بحیره کې د خیریه موسسې له خوا د مهاجرو ژغورنه
په مدیترانې بحیره کې د خیریه موسسې له خوا د مهاجرو ژغورنه

د مهاجرو په چارو کې د ملگرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي چې په تیرو پنځو کلونو کې په اوسط ډول لږ تر لږه یو مهاجر ماشوم هره ورځ مړ او یا بې درکه شوې دی.

ددې مسلې اصلي دلیل د مدیترانې بحیرې او د امریکا او مکسیکو د سرحد په گډون د نړۍ د مهاجرت خطرناکې لارې دي.

د مهاجرت نړیوالې ادارې هم د مهاجرو د تلفاتو په هکله یو رپوټ خپور کړی دی. پدې رپوټ کې چې د "وژونکو سفرونو" په نامه یاد شوی راغلي دي چې د ٢٠١۴ کال نه تر اوسه ٣٢ زره تنه د پناه غوښتنې د لارو په اوږدو کې مړه شوي دي.

ددغه رپوټ د موندنو له مخې ددغو قربانیانو له ډلې نه شاوخوا یو زر او شپږه سوه تنه یې ماشومان وو چې د یو شمیر مړه شویو ماشومانو عمر صرف شپږ میاشتې و.

پدغه رپوټ کې د مدیترانې بحیره د مهاجرو د تگ راتگ تر ټولو مرگونې لار گڼل شوې ده. د تلف شویو مهاجرو ١٧ زره نهه سوه تنه یواځې پدغو اوبو کې او د لیبیا او ایټالیا ترمنځ واټن کې ډوب او مړه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان په خپل تازه رپوټ کې د امریکا او مکسیکو ترمنځ د پولې په اوږدو کې د تلفاتو زیاتیدو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د ٢٠١۴ نه تر اوسه څه دپاسه یو زر او نهه سوه تنو پدغه لار ژوند له لاسه ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG