د بريتانيا حکومت د پنجشنبې په ورځ، اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۰مه) وویل، چې د امنيتي اندېښنو له امله يې په اسرائيل کې د خپلو دپلوماتانو کورنيو ته لارښوونه کړې چې له دغه هېواده ووځي.
خو بلخوا د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په اسرائیلو کې به ټول بریتانوي دپلوماتان په خپلو دندو کې پاتې وي او د قونسلګرۍ خدماتو ته به دوام ورکړي.
تېره شنبې (اکتوبر اوومه) د حماس ډلې پر اسرائیل داسې یو ناڅاپه برید ترسره کړ چې په وروستیو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی. د دغو بریدونو او نښتو په ترڅ کې چې نن یې شپږمه ورځ ده، تر اوسه د څه باندې ۳۰۰ ماشومانو په ګډون تر ۱۲۰۰ ډېر اسرائیلي وګړي او ۱۳۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي. اسرائیل ژمنه کړې چې پر غزې د حماس واکمنه ډله به له منځه یوسي.
د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت همداراز د دغه هېواد اتباعو ته لارښوونه کړې، چې اسرائیلو ته له هر ډول غیر ضروري سفر څخه ډډه وکړي.
د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه جلا خبرپاڼې کې ویلي، چې د اسرائیل څخه د خپلو اتباعو د ایستلو لپاره د پروازنو اسانتیاوې رامنځته کوي او پدې لړ کې به لومړی پرواز د پنجشنبې ماښام ناوخته له تل ابیت څخه ترسره شي.
ګڼ شمېر هیوادونو لا دمخه د خپلو اتباعو لپاره چې غوښتل یې له اسرائیلو څخه ووځي، د بیرته ستنیدو پروازونه چمتو کړي دي.
د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر، جیمز کلیورلي د روانې اوونۍ په پیل کې وویل، چې نوموړی د بریتانیې د هوایي چلند له ادارې سره په ګډه پر دې اړه کار کوي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د هغو بریتانوي اتباعو لپاره چې غواړي د اسرائیلو څخه ووځي، د پروازونو اسانتیاوي موجودې وي.
بریتانیا په اسرائيل کې د خپلو دپلوماتانو کورنيو ته د وتلو لارښوونه پداسې حال کې کړې، چې د بريټیش ایروویز او ویرجن اتلانتیک په ګډون د بریتانیې لویو هوایي شرکتونو، د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۱مه) د انګلستان او اسرائیل تر مینځ خپلې الوتنې وځنډولې.
تر دې وړاندې، د دغه هېواد د "ایزي جیټ" هوایي شرکت هم د امنیتي ملحوظاتو له امله، اسرائیلو ته خپلې الوتنې ځنډولې وې.
فورم \ دبحث خونه