په بریتانیا کې چارواکي وايي هغه سلمان نن پنجشنبه جنوري پنځمه (مرغومې۱۵) په ۱۲ کالونو بند محکوم شو چې د کرونا مرسته شوې پېسې یې په سوریې کې داعش ډلې ته استولې وې.
د کرونا وبا په مهال په بریتانیا کې حکومت له سوداګرو او کاروباریانو سره مرستې کولې چې وپايي او سوداګري یې ختمه نشي.
دغه سلمان طارق نموز نومېږي، ۴۳ کلن دی او د لندن په لویدیځ کې د وېښتو جوړولو دوکان لري. چارواکيوايی نوموړي د ۲۰۲۰ د نومبر او ۲۰۲۱ د مۍ ترمنځ موده کې ۱۱۲۸۰ پونډه (۱۳۴۲۰ډالر) په سوریې کې د داعش ډلې ته استولي وو چې ترهګریز بریدونه پرې تنظیم شي.
د فرانسې خبري اژنس وايي چې هغه خپل یو ملګري ته، چې زندان ته یې د لیدو لپاره ورغلی وو، په ویاړ سره ویلي وو چې د یحی احمد عالیه په نامه د «داعش ډلې یو پخواني جنګیالي» ته یې ۲۵۰۰۰ پونډه استولي دي.
نوموړي د ۲۰۲۱ د مۍ په میاشت کې ونیول شو او له دې خبرې یې انکار کاوه چې د ده استول شوې پېسې د ترهګرۍ لپاره کارول شوې دي، هغه ویل چې دا پېسې یې «په سوریې کې له اړمنو او بې وزلو سره د مرستو لپاره» استولې دي.
خو نوموړی تېره میاشت د ترهګرۍ په سازمان او تنظیم کولو تورن وپېژندل شو. طارق نموز همدغه راز په خپل تیلیفون کې دوو ویدیوګانو د لرلر له کبله د ترهګرۍ په اړه د معلوماتو په ساتلو هم تورن شوی.
قاضي پیټر لوډر، چې طارق نموز یې په ۱۲ کالونو بند محکوم کړ، وویل چې هغه «ترهګرۍ ته ژمنتیا» ښودلې وه او پلان یې لره چې« د اسلام د سختو اصولو په اساس بیا یو دولت ایجاد» کړي.
نوموړي د قاضي څخه مننه وکړه خو د محکمې په خونې کې یې په پولیسو جیغې ووهلې او هغوی ته یې سپکې سپورې وویل، «الله مو تباه کړه. د قیامت په ورځ به سره ګورو. تاسو کافر یاست او اور ته به ځئ».
طارق نموز تر دې مخکې په خپلې یو ۱۸ کلنې کرایه ورکوونکې باندې هم په جنسي تیري تورن شوی او زنداني شوی و چې د ۲۰۱۹ د سپتمبر په میاشت کې په ضمانت خوشې شوی و.