د لاس رسي وړ اتصالات

د المپیک مشهوره ژوندۍ سوځول شوې ځغاستونکې مړه شوه


ربیکا چپتیګې د بوداپست د ماراتون څغاتسې په سیالۍ کې (اګست ۲۶، ۲۰۲۳)
ربیکا چپتیګې د بوداپست د ماراتون څغاتسې په سیالۍ کې (اګست ۲۶، ۲۰۲۳)

د یوګانډا ربیکا چپتیګې چې د ژوند ملګري ورباندې تیل اچولي وو او ژوندۍ یې سوځولې وه، پنجشنبې سپتمبر پنځمه (وږي ۱۵) په روغتون کې مړه شوه.

د یوګانډا د ورزش مسئولینو دا د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی بللی او د ختیځې افریقا په دغه هېواد کې یې د داسې پیښو د زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.

د یوګانډا د اولمپیک کمیټې رئیس ډونالډ روکار په ایکس باندې په یو پوسټ کې وویل: "موږ د خپلې المپیک ورزشکارې ربیکا چپتیګې د غمجنې مړینې څخه خبر شوو چې د هغې د ژوند د ملګري لخوا ورباندې دردوونکی برید شوی و... دا یو بزدلانه عمل د یوې لویې ورزشکارې د لاسه ورکولو لامل شو. د هغې لاره به دوام ومومي. "

پېښه د یوګانډا په ګاونډ کینیا کې شوې. پولیسو وویل، ربیکا د یکشنبې په ورځ ددغه هېواد په ټرانس-نزویا کې په خپل کور کې وه چې د ډیکسن اینډیما مارنګچ په نوم د هغې د ژوند ملګري ورباندې لومړی تیل اړولي او بیا یې اور وراچولی دی.

له دې څو اونۍ وړاندې، ۳۳ کلنې چپتیګې د پاریس المپیک د ماراتون په ځغاسته کې ګډون کړی و او په ۴۴ مقام راغلې وه.

د روغتون مسئولینو ویلي چې د چپتیګې د بدن ۸۰ سلنه برخه سوځېدلې وه او د پنجشنبې په سهار یې وروسته له هغه ساه ورکړه چې "د بدن حیاتي غړو یې کار پرېښود."

چپتیګې د یوګانډا پولې ته څېرمه د کینیا په انډیبیس کې له خپلې خور او دوو لوڼو سره ژوند کاوه.

د سټنډرډ ورځپاڼې راپور ورکړی چې چپتیګې د خپلو لوڼو په مخکې سوځول شوې ده.

ورځپانې د هغې د یوې لور له خولې چې نوم یې ندی ښودلی، لیکلي: "ما د خپلې مور د ژغورلو لپاره منډه کړه خو هغه [مارنګچ] زه په لغته ووهلم. ګاونډیان راغلل او د اور د وژلو هڅه یې وکړه خو دا کار شونی نه وو."

په دې پېښه کې مارنګچ هم ټپي شوی دی. ویل شوي چې د هغه د بدن ۳۰ سلنه سوځېدلې او اوسنی حالت یې معلوم ندی.

پولیسو ویلي چې ددغې جوړې ترمنځ "پرله پسې کورنۍ شخړې" روانې وې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG