د لاس رسي وړ اتصالات

جسیندا: د مسلمانانو ملاتړ زموږ مسؤلیت دی


په نیوزلنډ کې په جوماتونو د برید نه دوه کاله وروسته د دې هیواد صدراعظمه جسیندا آردرین وایي په هیواد کې یې د میشتو مسلمانانو ملاتړ د هیواد مسؤلیت دی.

یو وسله وال د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۱۵ مې په دوه جوماتونو کې په خلکو ډزې وکړې، لږ تر لږه ۵۱ کسان یې ووژل او لسګونه نور یې ټپي کړل.

نن په نیوزلنډ کې د دې کسانو د یادونې لپاره ځانګړې مراسم نیول شوي وو چې د صدراعظمې جسیندا آردرین تر څنګ پکې سلګونو کسانو برخه اخیستې وه.

میرمن آردین د غونډې ګډون والو ته وویل: " سړي، ښځې او ماشومان پدې ترهګریز عمل کې ووژل شول، خبرې په مسلمانانو کې ویره نشي لېرې کولی. مونږ باید داسې هیواد واوسیږو چې ټول پکې برخه ولري او په خپلې تنوع وویاړو."

د کیرن منیر په نامه یوه میرمن چې خاوند یې پدې بریدونو کې وژل شوی، وایي د "دښمن نه تر ټولو غوره غچ اخیستل همدا دي چې د هغه په شان عمل ونشي."

برید کوونکی، برینټن ټیرانټ چې د سپین پوستانو د غوره والي او برتري نظریه یې درلوده، د برید نه څو دقیقې وروسته ونیول شو.

هغه په محکمې کې د ۵۱ کسانو په وژلو او د ۴۰ کسانو د وژلو په هڅې کولو اعتراف وکړ او د ټول عمر د قید په سزا محکوم شو.

دا د نیوزلنډ په تاریخ کې لومړي ځل و چې یو کس ته د ټول عمر د بندي کیدو سزا ورکړل شوه.

XS
SM
MD
LG