د لاس رسي وړ اتصالات

دوه ویشت کاله وروسته د دوو تنو پیژنګلوي وشوه چې د سپټمبر ۱۱ مې بریدونو کې وژل شوي و


پدې بریدونو کې د وژل شویو کسانو نومونه د نیویارک په ښار کې یو یادګاري سیمه کې لیکل شویدي. .
پدې بریدونو کې د وژل شویو کسانو نومونه د نیویارک په ښار کې یو یادګاري سیمه کې لیکل شویدي. .

په متحده ایالاتو کې شنبه سپټمبر ۹ (وږي۱۸) د سپټمبر ۱۱ مې ترهګریزونو بریدونو ۲۲ مې کالیزې څخه یوازې دوه ورځې وړاندې د دوو نورو کسانو پیژندګلوي هم وشوه چې د نړیوال سوداګریز په مرکز بریدونو کې وژل شوي و.

دغه دوه تنه چې یوه یې میرمن او بل یې نارینه دی، د ۲۰۰۱ کال سپټمبر میاشتې په ۱۱ مې نیټې د نیویارک په ښار کې په نړیوال سوداګریز مرکز دوو بریدونو کې وژل شوي و.

د دې کسانو پیژندګولي د DNA سمپلونو اخیستو وروسته وشوه. چارواکو تر اوسه د هغوي معلومات د کورنیو غړیو د غوښتنې له مخې ندي خپاره کړي.

د القاعده شبکې پدې بریدونو کې چې د نړیوال سوداګریز مرکز په ودانیو وشول، ټول ټال ۲۷۵۳ تنه وژل شوي چې تر اوسه یې یوازې د ۱۶۴۹ کسانو پیژندګلوي شوې.

د نیویارک په ښاروالۍ کې د طبي معایناتو د دفتر مشر اریک ایډمز په یوې اعلامیې کې هیله ښودل شوې چې د دې کسانو په پیژندګلوۍ سره د هغوي د کورنیو غړي یو څه آرام شي.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې ښاروالۍ به په نړیوال سوداګریز مرکز بریدونو کې د ټولو وژل شویو کسانو پیژندګلوۍ لپاره "هلې ځلې کوي تر څو د کورنیو غړیو سره یو ځای شي".
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ مې راهیسې مسؤلینو پدې بریدونو کې یوازې د ۱۱۰۴ وژل شویو کسانو پیژندګلوي کړې او پدې برخې کې پرمختګ خورا ورو دی. مسؤلینو د دوو نورو کسانو پیژندګلوي په ۲۰۲۱ کال کې کړې وه.


په اعلامیې کې ویل شوي چې ددې دوو کسانو پیژندګلوي په پرمختللې ټکنالوژۍ شوې چې د DNA د معلومولو عادي تخنیکونو څخه خورا چټکه او ډیره حساسه ده.

چارواکو د دې دوو کسانو د بدن پاتې شوني څو کاله وړاندې پیدا کړي و خو تر دې دمه یې د هغوي پیژندګلوي نه وه کړې.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د میاشتې ۱۱ مې بریدونو کالیزه هر کال د نیویارک په ښار کې لمانځل کیږي او ټاکل شوې چې د سږکال مراسم به د راتلونکې دوشنبې په ورځ پیل شي.
پدې ورځ نولسو جهادیانو چې ډیری یې د سعودي عربستان اتباع و په متحده ایالاتو کې څلور الوتکې وتښتولې چې دوه یې د نیویارک په ښار کې نړیوال سوداګریز مرکز سره وجنګیدې.

دریمه الوتکه د ورجنیا په ایالت کې پایتخت واشنګټن ډي سره نږدې د دفاع وزارت یا پنټاګان په ودانۍ ولویده چې دا ودانۍ یې سخته زیانمنه کړله او دریمه یې بیا د پنسلوانیا ایالت د شانکسویل په زراعتي ځمکو کې ولویده.

پدې څلور واړو بریدونو کې ۲۹۷۷ تنه وژل شوي و.

په متحده ایالاتو د دې بریدونو څخه لږه موده وروسته د متحده ایالاتو په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو لومړنی حکومت یې ړنګ کړ.

امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د شاوخوا شلو کالونو جګړې کولو څخه وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان پریښود او طالبان د دویم ځل لپاره واک ته ورسیدل.

د افغانستان په شل کلنې جګړې کې ۲۴۶۱ امریکایي سرتیري وژل او ۲۰۷۴۴ نور یې ټپي شویدي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن تیره میاشت افغانستان کې د وژل شویو زرګونو امریکایي سرتیرو او په ځانګړي توګه د هغو ۱۳ سرتیرو سرښندنه وستایله چې د افغانستان د تخلیې بهیر په دوران کې د اسلامي دولت یا داعش –خراسان څانګې په ځانمرګي برید کې ووژل شول.

ښاغلي بایډن په یوې اعلامیې کې د افغانستان په شل کلنې جګړې کې د ۲۴۶۱ امریکایي سرتیرو وژل کیدو او ۲۰۷۴۴ ټپي کیدو په هکله ویلي و چې متحده ایالات به هیڅکله د دې سرتیرو د "غوره سرښندنې" احسان پوره نه کاندي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG