د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې فرانسې ته خبرداری ورکړ


د تریکې او فرانسې جمهور رئیس د استانبول د اکتوبر د میاشتې د غونډې پر مهال
د تریکې او فرانسې جمهور رئیس د استانبول د اکتوبر د میاشتې د غونډې پر مهال

ترکیې د سه شنبې په ورځ (دسمبر ٢٥) فرانسې ته خبرداری ورکړ چې د سوریې په شمال کې د کردي ملیشو له ملاتړ نه ډډه وکړي. امریکا هم ددغو کردي جنگیالیو ملاتړ کوي.

انقره وایي د سوریې څخه د امریکایي ځانگړو ځواکونو له وتلو وروسته د ترکیې پوځ د دې وړتیا لري چې اسلامي دولت ډلې یا داعش ته ماتې ورکړي.

د فرانسې په گډون د متحدو ایالتونو ځیني متحدین له سوریې نه د امریکايي ځواکونو پر وتلو ناخواښ دي خو ترکیې د دې پریکړې هرکلی کړی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود ساوش اوغلو ویلي دي چې فرانسه کیدای شي په سوریه کې پاته شي خو "کچیرې دوی د (کردي) ملیشو ساتنه کوي، دا کار به هیچا ته گټه ونلري".

ترکیه د سوریې په شمال کې میشت کردي جنگیالي د کردستان د کارگر گوند (PKK) یو "ترهگر سازمان" گڼي. دغه ډله د ١٩٨۴ کال راهیسې په ترکیه کې دننه د دولت په ضد یاغیگري کوي. د کردستان د کارگر گوند د ترکیې، اروپایي ټولنې او امریکا له لورې د ترهگرو ډلو په لست کې شامله شوی دی.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ تیره اونۍ اعلان وکړ چې د سوریې له شمال نه خپل ځواکونه وباسي، ددې کار په غبرگون کې ترکیې د سوریې په شمال کې خپل پلان شوي عملیات وځنډول.

ترکیه وایي، د ترکیې جمهور رئیس اردوغان او ښاغلي ټرمپ موافقه کړې چې دا کار په پوره هم آهنگۍ وشي تر څو د قدرت خلا رامنځ ته نشي.

بلخوا د ترکیې د جمهوري ریاست ویاند ابراهیم کلین د سه شنبې په ورځ دسمبر (٢٥) خبریالانو ته وویل چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان بلنه منلې چې ترکیې ته سفر وکړي. د ښاغلي ټرمپ دغه سفر به په ٢٠١٩ کې وشي، خو د هغې لپاره کومه مشخصه نیټه نده ټاکل شوې.

د څیړونکو په اند په سوریه کې د امریکا شتون د ایران او روسیې د نفوذ په وړاندې یو عمده عامل گڼل کیږي.

خو ښاغلي اردوغان ویلي چې نن او یا سبا یو هیت مسکو ته استوي چې د سوریې نه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه خبرې وکړي. هغه دا هم ویلي چې غواړي د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره پدې موضوع مخامخ وگړیږي.

سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ د ترکیې له خوا ښاغلي ټرمپ ته د سفر د بلنې په تائید وویل چې د ناټو د دغه متحد هیواد سره د کردي ملیشو نه د امریکا د ملاتړ پر سر د اړیکو په ښه کیدو کې پرمختگ شوی دی.

XS
SM
MD
LG