د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه د امریکا بندیزونو ته سر نه ټیټوي - اوکتای


د ترکیې د جمهور رئیس مرستیال فواد اوکتای، ویلي دي چې هیواد به یې هیڅکله د امریکا د متحده ایالاتو د بندیزونو په وړاندې سر ټیټ نکړي.

امریکا خبرداری ورکړی چې که ترکیه د روسیې نه د اس-۴٠٠ میزایلو دفاعي سیستم واخلي واشنگټن به پرې بندیزونه ولگوي.

واشنگټن ویلي دي چې د ترکیې له خوا ددغه روسي میزایلو د دفاعي سیستم اخیستل کیدای شي په ترکیه کې د امریکایي اف-۳۵ جنگي جت الوتکو امنیت ته گواښ پیښ کړي.

ترکیې ویلي دي چې د روسي اس-۴٠٠ میزایلو د دفاعي سیستم له اخیستلو نه لاس نه اخلي. ترکي مقاماتو ویلي چې اس-۴٠٠ روسي میزایل او اف-۳۵ جنگي جت الوتکې یو بل باندې اثر نلري.

ښاغلي اوکتای د ترکیې د ٧ تلوزیوني کانال سره په مرکه کې ویلي چې پدې هکله د امریکا د متحده ایالاتو اندیښنې د منلو وړ ندي او په وینا یې انقره پدې هکله پر شا نه ځي.

د امریکا متحده ایالاتو ویلي چې ترکیه د روسي اس ۴٠٠ میزایلو د معاملې په فسحه کولو سره کولای شي د امریکا نه د توغندیو دفاعي سیستم واخلي، خو د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردغان، ټینگار کوي چې اس- ۴۰۰ روسي دفاعي سیستم واخلي.

امریکایي سناتورانو د دواړو گوندونو جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو څو اونۍ مخکې په گډه یوه لایحه وړاندې کړه چې د متحده ایالاتو څخه ترکیې ته د اف-۳۵ جنگي جت الوتکو انتقالول تر هغه وځنډوي تر څو د امریکا حکومت دا تائید کړي چې انقره به د روسیې نه د اس- ۴٠٠میزایلو دفاعي سیستم نه اخلي.

ترکیه د اف-۳۵ جنگي جت الوتکو د تولید په تریلیون ډالرو پروگرام کې شریکه ده، د امریکا متحده ایالاتو موافقه کړې چې شاوخوا سل اف-۳۵ جنگي الوتکې په ترکیې خرڅې کړي او تر اوسه یې دوه دغه ډول الوتکې ترکیې ته لیږدولي دي. خو تیر کال د امریکا کانگرس ترکیې ته د نورو الوتکو ورکول بند کړل

XS
SM
MD
LG