د ترکيې د کردانو تر ټولو لوی ښار دیاربکر اوسیدونکو د یکشنبې په ورځ، مارچ دویم (کب ۱۲) وویل چې د کردستان کارګر ګوند (پي کې کې) دپریکړې چې د دې ډلې د زنداني مشر د سولې وړاندیز یې منلې او هیله یې ښودلې چې په دې اقدام سره د څو لسیزو شخړه پای ته ورسیږي او سیمې ته سوکالي راشي.
د کردستان د کارګرانو ګوند د شنبې په ورځ، مارچ لومړۍ وروسته له هغې له ترکیې سره د اوربند اعلان وکړ چې د دې ګوند زنداني مشر عبدالله اوجالان له خپلې ډلې څخه غوښتي چې له څلورو لسیزو څخه زیاتې وسله والې مبارزې ته چې څه باندې ۴۰ زره کسان په کې وژل شوي دي د پای ټکی کیږدي.
په عین حال کې د ترکیې د ولسمشر طیب اردوغان دولت، د هغه ملتپال متحد، او د کردانو ملاتړي (ډي اي ام) ګوند د سولې د غوښتنې ملاتړ کړی دی. خو په ورته وخت کې اردوغان دا خبرداری هم ورکړی دی چې که ژمنې عملي نشي نو انقره به د وسله والو ډلې د ځپلو لپاره پوځي عملیات بیا پیل کړي.
په دیار بکر کې یوې ښوونکې ذهني کاپین وویل چې خلک د تاوتریخوالي له امله "په ذهني او فزیکي توګه ستړي شوي" دي او هیله یې وښوده چې د سولې پروسه په سیمه کې د "سوکالۍ، سولې او خوښۍ" لامل شي.
هغې وویل:"زه فکر کوم چې دا یو ډیر سم او مناسب تصمیم دی. هیله ده چې د دې پروسې په عملي کېدو سره د ترکیې او منځني ختیځ د ټولو وګړوهیلې پوره شي."
د کردستان د کارګرانو ګوند د ترکیې او د هغوی د لویدیځو متحدینو لخوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه نومول شوې ده.
دغه ګوند د شنبې په ورځ د بې وسلې کولو پروسې د عملي کېدو لپاره د خپل اوجلان د خوشې کېدو غوښتنه کړې چې له ۱۹۹۹ کال راهیسې زنداني او په بشپړ ډول انزوا کې ساتل شوی. خو انقرې ویلي چې په دې برخه کې به هېڅ ډول خبرې اترې ونشي.
د ډي اي ام یو مشر تونسر باکرهان د یکشنبې په ورځ وویل چې د اوجلان د سولې د غوښتنې وروسته د سیاسي او قانوني تعدیلاتو راوستل اړین دي او زیاته یې کړه چې د ترکیې پارلمان به په دې برخه کې "تاریخي رول" ولوبوي.
باکرهان په انقره کې د دموکراتیک غورځنګ غړو ته وویل: "دا پروسه باید ضایع نشي. دا باید یوازې په کاغذ پاتې نشي."
هغه زیاته کړه: "غوښتنه د ګټلو او بایللو لپاره نه ده... هیڅ ګټونکی نشته، هیڅ بایلونکی نشته."
د کارپوهانو په وینا د کردستان د کارګرانو ګوند او ترکیې دولت ترمنځ اوربند به په هغه صورت کې پر سیمه باندې پراخې اغیزې ولري چې د پي کې کې ګوند چې اوس د عراق په شمال کې په غرونو کې میشت دی او د ترکیې دولت ترمنځ د شخړې د پای ته رسولو هڅې بریالی شي.
دوی وايي دا به په کور دننه په ځانګړې توګه په جنوب ختیځې ترکیې کې، چیرې چې شخړې زرګونه کسان وژلي او اقتصاد ته یې سخت زیان رسولی دی، د سولې او پرمختګ لپاره اردوغان ته تاریخي فرصت برابر کړي.
فورم \ دبحث خونه