د لاس رسي وړ اتصالات

 
کردي تندلارو له ۴۰ کلونو وسله والې مبارزې وروسته ترکیې سره اوربند اعلان کړ

کردي تندلارو له ۴۰ کلونو وسله والې مبارزې وروسته ترکیې سره اوربند اعلان کړ


د کردستان د کارګرانو ګوند (پي کې کې) د شنبې په ورځ،‌ مارچ لومړۍ (کب ۱۱) وروسته له هغې له ترکیې سره د اوربند اعلان وکړ چې د دې ګوند زنداني مشر عبدالله اوجالان له خپلې ډلې وغوښتل له څلورو لسیزو څخه زیاته وسله واله مبارزه ختمه کړي.

د اوجالان لخوا د پنجشنبې په ورځ د خپل ګوند د منحل کیدو او د وسلو د ایښودلو له غوښتنې وروسته دا د کردستان د کارګرانو ګوند لومړی غبرګون دی.

د پي کې کې ملاتړې رسنۍ اې ان اف د دې ګوند د اجرایوي کمیټې په حواله په یو راپور کې ویلي: "د سولې او دموکراتیکې ټولنې او د مشر عبدالله د غوښتنې د پلي کولو لپاره د لارې هوارولو په موخه موږ له نن څخه د اوربند اعلان کوو."

د پي کې کې اجرايي کمېټه چې د عراق په شمال کې میشته ده دغه راز ویلي: "موږ د غوښتنې له محتوا سره لکه څنګه چې ده موافق یو او وایو چې موږ به یې تعقیب او عملي کړو."

دغې کمېټې زیاته کړې ده: "زموږ هېڅ ځواکونه به وسله وال اقدام ونه کړي تر هغې چې ورباندې برید شوی نه وي."

د کردستان د کارګرانو ګوند چې له ۱۹۸۴ کال راهیسې د کردانو د یو جلا هېواد د جوړېدلو لپاره مبارزه کوي د ترکیې، متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې لخوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده. کردان د ترکیې د ۸۵ ملیون نفوس شاوخوا ۲۰ سلنه جوړوي.

خو دغې ډلې په دې وروستیو کې د بیلتون پر ځای د فرهنګي او ژبنۍ خپلواکۍ د حقونو غوښتنه کړې ده.

وروسته له هغې چې عبدالله اوجالان په ۱۹۹۹ کې زنداني شو، د جګړې د پای ته رسولو لپاره زیاتې هڅې وشوې او په دې موده کې له ۴۰ زرو څخه ډیر کسان ووژل شول.

اوجالان د پنجشنبې په ورځ په خپل بیان کې وویل: "ټولې ډلې باید خپلې وسلې په ځمکه کېږدي او پي کې کې باید ځان منحل کړي. "

په هغه پیغام کې چې د کرستان د ګوند پلوي سیاستوالو له اوجلان سره په زندان کې له لیدنې وروسته د هغه له قوله خپور کړی راغلي دي: "زه په ځمکه د وسلې د ایښودلو غږ کوم او د دې تاریخي اقدام مسولیت په غاړه اخلم. "

۷۵ کلن اوجالان په ۱۹۹۹ کال کې ونیول شو او وروسته له هغې چې په "خیانت" تورن شو د بند مودې د تېرولو لپاره استانبول ته نږدې د "ایمرالي"امنیتي زندان ته ولېږدول شو. اوجالان لا هم د ترکیې د کردستان د کارګرانو په ګوند کې پراخ نفوذ لري.

د دې راپور په چمتو کولو کې د فرانس پرس اژانس له خبر څخه هم معلومات اخیستل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG