د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې ۱۴۹ افغان پنا غوښتونکي نیولي دي


ترکیې ویلي چې دا پنا غوښتونکي بیرته ایران ته استول شویدي.
ترکیې ویلي چې دا پنا غوښتونکي بیرته ایران ته استول شویدي.

د ترکیې امنیتي ځواکونو تیره ورځ نومبر ۴ (لړم۱۳) ۱۴۹ افغان پنا غوښتونکي د ایران پولي سره نږدې د بتلیس په ښار کې نیولي دي.

ترکیې وروسته تر هغه چې طالبانو په افغانستان کې واک ونیوه، د ایران سره په ګډې پولې یې د افغانستان د پنا غوښتونکو د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر ډیر کړي.

په سیمې کې چارواکو د کډوالو یو قاچاقبر د بار وړونکي موټر سره هم په سرحد کې نیولی. چارواکو همدارنګه ویلي چې دا نیول شوي پنا غوښتونکي بیرته ایران ته استول شویدي.

تر دې وړاندې د بشري حقونو څارونکو ویلي و چې د ترکیې سرتیرو د نړیوالو قوانینو خلاف افغان پنا غوښتونکي وهلي او بیرته یې ایران ته شړلي دي.

یو شمیر افغان پنا غوښتونکو د بشري حقونو ادارو ته ویلي چې د ترکیې سرتیرو د هغوي شخصي وسایل او په ځینو پیښو کې آن د هغوي د ځان جامې ترې ایستلي او سوځولي یې دي. دغو کډوالو همدارنګه ویلي چې په ۵۰ یا ۳۰۰ ډلو سره ویشل شوي او بیرته ایران ته استول شوي چې له همدې کبله ځیني کسان د خپلو کورنیو نه هم ورک شویدي.

ترکیه پداسې حال کې پخپلو سرحدونو کې د نورو پنا غوښتونکو د ورتګ مخه نیسي چې همدا اوس شاوخوا ۳.۷ میلیونه د سوریې او څه باندې ۴۰۰ زره د افغانستان او عراق اتباع پدې هیواد کې کډوال دي.

د دې هیواد چارواکو څو ځله ویلي چې د نورو کډوالو د ځای پر ځای کولو ګنجایش نلري.

وروسته تر هغه چې د اګست په میاشت کې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، لسګونه زرو خلکو د هیواد پریښودو ته مخه کړله. یوازې متحده ایالاتو ته تر ۱۰۰ زرو ډیر افغان کډوال راغلي چې ډیری یې هغه افغانان دي چې په افغانستان کې ېې په تیرو ۲۰ کالونو کې د امریکا د پوځ یا حکومت سره کار کړی.

ګڼ شیمر نور کسان چې متحده ایالاتو ته انتقال شوي د خطر سره مخامخ افغانان بلل کیږي چې د افغانستان د مخکني حکومت مامورین او د امنیتي ځواکونو غړي هم پکې شامل دي.

XS
SM
MD
LG