د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه په لوی شمېر افغان کډوال په زور شړي - بشري حقونو څار اداره


په امریکا کې مېشتې د بشري حقونو د څار ادارې پر ترکي چارواکو تور لګولی چې په لوی شمېر افغان کډوال له هېواده شړي چې یو شمېر دغه کډوال، ددې ادارې په خبره، د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

د بشري حقونو د څار د ادارې په راپور کې چې په همدې میاشت کې خپور شو، ویل شوي چې ترکي چارواکي د افغانانو په شړلو کې له زور څخه کار اخلي او له یوې مخې ټول باسي.

په ترکیه کې د بشري حقونو د څار د ادارې مسئولې ایما سنکلیر ویب وویل: "مونږ چې څه وینو هغه دادي چې په ښارونو کې د پولیسو په لویو عملیاتو کې خلک نیول کیږي، د شړل کېدو په مرکزونو کې اچول کیږي او له هغه وروسته په جبر ورباندې د داوطلبانه ستنېدو اسناد امضا کیږي."

د بشري حقونو د څار ادارې تازه راپور ته "هیچا له ما ونه پوښتل چې ولې له افغانستان څخه ووتم" عنوان ورکړل شوی. د مېرمن ویب په خبره، په ترکیه کې د افغان کډوالو په اړه دا راپور "د دې حقیقت لنډیز دی چې هیچا ته د دې فرصت نه دی ورکړل شوی چې د پناه اخیستو غوښتنه وکړي."

احمد چې اصلي نوم یې د امنیتي دلایلو له امله نه اخیستل کیږي، د امریکا له خوا د روزل شویو پخوانیو افغان ځواکونو پیلوټ دی. نوموړی له یوه کال راهیسې په استانبول کې اوسي او په امریکا کې د خپلې پناه غوښتنې منل کېدو ته انتظار باسي. دی اوس له ترکیې څخه د شړل کېدو په وېره کې ژوند کوي.

هغه وویل: "زه یو څو کسه پیژنم چې ایستل شویدي، یو شمیر یې پخواني پوځیان وو. طالبان وايي چې دوی د پخواني پوځ پرسونل ته عفوه کړې خو داسې نه ده. مونږ داسې خبرونه ترلاسه کوو چې دوی اوس هم د پخوانیو پوځیانو په لټه کې دي او پخواني پوځیان اوس هم وژل کیږي او برمته کیږي."

د ترکیې د کډوالو اداره وايي، سږکال یې د هوا له لارې ۵۰ زره افغان کډوال بیرته افغانستان ته استولي دي او له ایران سره په ګډه پوله یې ترکیې ته د ۲۴۰ زره نورو افغانانو د اوښتو مخه نیولې ده.

ترکي چارواکي د زور د کارولو تور په کلکه ردوي او وايي دوی د نړیوالو معیارونو سره سم چلند کوي.

په ترکیه کې شاوخوا ۴ میلیونه سوري کډوال ژوند کوي. خو د مهاجرینو په هکله د ترکیې د ولس ناخوښۍ او په راتلونکي کال کې کېدونکو ټاکنو ته په کتو سره، د ترکیې حکومت دغه هیواد ته د نورو مهاجرو له ورتګ څخه وېره لري.

د افغان کډوالو د پیوستون د ټولنې مسئول، علي حکمت وویل: "په دې ورځو کې ترکیې ته د نویو افغانانو راتګ د سوري کډوالو په پرتله زیات شوی دی. په همدې خاطر د ترکیې حکومت د مهاجرینو د یوې نوې څپې له راتګ څخه په وېره کې دی."
د ترکیې د عمومي ټاکنو په رانږدې کېدو سره ویل کیږي چې ښايي د افغان کډوالو د راټولولو بهیر لا پسې چټک شي. چارواکو همدارنګه اعلان کړی چې په استانبول کې د اوسېدونکو افغانانو د اقامې جوازونه نه نوي کوي. د احمد د اقامې جواز هم په دې میاشت کې ختم شو.

خو دی وایي چې په امریکا کې د پناه غوښتنې د وروستۍ مرکې لپاره یې یوازې څو هفتې پاتې دي او هیله لري چې هلته له خپلې میرمنې او څلورو ماشومانو سره یوځای شي.

هغه وویل: "هر وخت چې پر سړک روان یم، وېرېږم چې پولیس را څخه د اسنادو پوښتنه ونه کړي. او دا چې زه اسناد نه لرم، ښايي‌ بیرته مې افغانستان ته ولیږي او زه افغانستان ته له بیرته ستنېدو سخت ډاریږم."

په څو اونیو کې به د احمد د ژوند برخلیک معلوم شي یا به بیرته افغانستان ته ولېږل شي او یا به په امریکا کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.

XS
SM
MD
LG