د لاس رسي وړ اتصالات

د کیمیا د نوبل جایزه یو بریتانوي او دوو امریکایي پوهانو ته ورکړل شوه


د ۲۰۲۴ کال د کیمیا د نوبل جایزې ګټونکي
د ۲۰۲۴ کال د کیمیا د نوبل جایزې ګټونکي

د کیمیا په برخه کې د نوبل جایزه دوه امریکایی ساینس پوهانو ډیویډ بیکر او جان جمپر او یو بریتانوي ساینس پوه ډمیس هسبیس ته د چهارشنبې په ورځ اکتوبر نهمه (تلې ۱۸) ورکړل شوه چې د محاسباتو او مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره د پروټینونو د رازونو د کشفولو په برخه کې یې کار کړی دی.

دا درې ساینس پوهان وتوانیدل چې د پروټینونو جوړښتي کوډ چې د ژوند جوړښتي واحد ګڼل کیږي، مات کړي؛ هغه کار چې د کیمیا په برخه کې د نوبل جایزې منصفه پلاوي "غیر معمولي" بللی دی.

دا درې ساینس پوهان وتوانیدل چې د پروټینونو جوړښتي کوډ مات کړي، کوم چې د ژوند جوړښتي واحد ګڼل کیږي، یو کار چې د کیمیا په برخه کې د نوبل جایزې د جوري په وینا "غیر معمولي" بلل کیږي.

د نوبل ددې جایزې نیمایي برخه چې یو ډیپلوم، یو مډال او شاوخوا یو ملیون ډالر نغدي پیسې دي، د "د پروتینو د محاسباتي طراحۍ" لپاره بیکر ته ورکړل شي او پاتې نیمه برخه به د "پروټین جوړښت وړاندوینې" لپاره د هسبیس او جمپر ترمنځ وویشل شي.

د نوبل جایزې کمیټې د یو بین په خپرولو سره ویلي دي: "ډیویډ بیکر تقریبا د یو ناممکن نوښت سره د پروتینو ړ نویو ډولونو په جوړولو بریالی شوی دی."

دغې کمیټې وویل چې د بیکر کار د داسې پروټینونو د رامینځته کولو لامل شوی چې کیدای شي هغه د درملو او واکسینونو په تولید کې وکارول شي. د دې کمیټې په وینا، هسبیس و جپمر د مصنوعي ځیرکتیا د موډلونو څخه په استفادې د "پروتینونو د پیچلي جوړښت د وړاندوینې" معما حل کړه چې له نیمې پیړۍ راهیسې نا حل شوې پاته وه.

د مصنوعي ذکاوت چارې په پروتین کې د موجودو امینواسیدونو د لړۍ په اساس د پروټین د درې اړخیز جوړښت د وړاندوینې لپاره کارول کیږي او د دې ساینس پوهانو د علمي کار په پایله کې د څه دپاسه ۲۰۰ میلیون پروټینونو د جوړښت وړاندوینه شوې ده.

د کیمیا په برخه کې د نوبل د جایزې د کمیټې مشر، هینر لینکي په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "پروټینونه هغه مالیکولونه دي چې ژوند ممکنه کوي. پروټینونه داسې کمپلیکسونه جوړوي چې د هډوکو، پوستکي، ویښتو او نورو نسجونو د جوړولو لامل کیږي. د ژوندانه د درک لپاره لومړی باید د پروټینونو شکل وپیژنو. د پروټین د جوړښت وړاندوینه د اوږدې مودې راهیسې یو خوب او خیال و."

د کیمیا په برخه کې د ۲۰۲۳ کال د نوبل جایزه مونګي باونډي، لویس بروس او الیکسي اکیموف ته د "کوانتومي نقطو د ترکیب د اختراع" لپاره ورکړل شوه.

د فزیک په برخه کې د نوبل جایزه د سه شنبې په ورځ امریکايي جان هاپفیلډ او بریتانوي الاصله کاناډايي جیفري هینټن ته ورکړل شوه، او د طب په برخه کې د نوبل جایزه د دوشنبې په ورځ دوو امریکايي ساینس پوهانو ویکتور امبروس او ګري روکون ته ورکړل شوه.

د ادبیاتو د نوبل جایزه به د پنجشنبې په ورځ او د نوبل د سولې د جایزې ګټونکی به د جمعې په ورځ اعلان شي. همداشان د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکی به د اکتوبر په ۱۴ اعلان شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG