دوو امریکايي څېړونکو کتلین کاریکو او درو ویسمن ته د طب د نوبل جایزه ورکړل شوه. د دوی پلټنو د کروناویروس ضد واکسینونو «فایزر او مدرنا» تولید ته لاره پرانیستله.
دغو څېړونکو د رایبو نیوکلیک اسید [mRNA] پیغام لېږدوونکي په اړه ډېر تحقیقات وکړل. ارثي مالیکولونه د وجود سلولونو ته پیغام لېږدوي، چې د بدن د سلامتیا او ژوند لپاره کوم پروتینونو تولید کړي.
د نوبل د جایزو ورکولو کمېټې د دوشنبې په ورځ اکتوبر دویمه «میزان لسمه» په یوې اعلامیې کې وویل: «د هغوی خلاقانه موندنو له mRNA سره د بدن د ایمني سیستم د تعامل په اړه زموږ فکر بدل کړ. دوی د ډېرو واکسینونو په انکشاف کې برخه لري، چې زموږ د عصر د تر ټولو لوي روغتیايي ګواښ په مهال تولید شوي دي.»
د دغو څېړونکو فکري تولید mRNA د معمول خلاف د واکسین د تولید لپاره بیخي یوه متفاوته لاره ووهله.
معمولآ mRNA، چې په لابراتوارونو کې تولید کېږي، په بدن کې د تخریبي غبرګون لامل کېږي، خو دغو دوو څېړونکو په دې برخه کې یو داسې تعدیل ایجاد کړ چې د دغه تخریبي غبرګون مخه ونیسي.
دا مهال له دغې تکنالوژۍ څخه د نورو واکسینونو په تولید کې کار اخیستل کېږي. کاریکو، چې ۶۸ کلنه ده، په ۱۹۹۰ کلونو کې د خپل کار ډېره برخه د mRNA په اړه په تحقیقاتو تېره کړه. دغه څېړونکې په دې باور وه چې mRNA د ډېرو رنځونو کلي ده.
فورم \ دبحث خونه