امریکايي ساینس پوهانو ویکټور امبروس او ګیري روکون دوشنبې اکتوبر اوومه (تلې ۱۶) د جین په نظم کې د "مایکرو ار این اېَ د رول د کشفولو له کبله د نوبل جایزه وګټله.
د نوبل جایزو منصفه پلاوي ددغو ساینس پوهانو لاسته راوړنه د تیرو څو لسیزو هلوځلو مهم پرمختګ بللی دی.
د انسان په بدن کې د جین د نظم خرابېدل د سرطان په څېر د وژونکو ناروغیو لامل کېدی شي.
منصفه پلاوي وویل: "د دوی لومړنیو موندنو د جین د تنظیمولو بشپړ نوي اصول په ګوته کړي دي چې د انسانانو په ګډون په وجود کې د څو سیلولر ارګانیزمونو لپاره اړین دي."
دغو دوو ساینس پوهانو، په حجراتو کې د بدلونونو په اړه په همغږۍ سره خو په خپلواکه توګه تحقیقات ترسره کړي دي.
اویا کلن امبروس د ماساچوسټ د طبي پوهنتون استاد او ۷۲ کلن روکون د هارورډ طبي پوهنتون استاد دی چې ټاکل شوې د اکتوبر په ۱۰مه په سټاکهولم کې خپل طلايي مډالونه او د یو میلیون ډالرو جایزه ترلاسه کړي.
د روغتیا په برخه کې د تېر کال جایزه کاتلین کاریکو او ډریو ویسمن وګټله چې د "پیغام وړونکي ار این اې (mRNA)" د ټیکنالوژۍ د فعالیت په اړه یې تحقیقات کړي وو او موندنو یې د کرونا د ناروغۍ د واکسین جوړېدو ته لاره هواره کړه.
ټاکل شوې ده چې د فزیک په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکی د سه شنبې په ورځ او د کیمیا په برخه کې ګټونکی د چهارشنبې په ورځ اعلان شي.
د ادبیاتو د برخې ګټونکی د پنجشنبې په ورځ او سولې په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکی د جمعې په ورځ معلومیږي.
فورم \ دبحث خونه