د نوبل د کیمیا سږنۍ جایزه د چهارشنبې په ورځ، اکتوبر ۴ (تلې ۱۲مه) مونګي باوندي، لویس بروس او الکسي اکیموف ته د "کوانټم نقطو اختراع او ترکیب" لپاره ورکړل شوه. دا ساینس پوهان د امریکا په متحدو ایالتونو کې ژوند کوي.
ددغو دریو ساینس پوهانو اختراع، د کمپیوټر او ټلویزیون سکرینونو د روښانه کولو او همداراز په طبي برخه کې د سرطاني غدو د موقعیت د تثبیت او نقشې اخیستلو لپاره کارول کیږي.
د کیمیا په برخه کې د نوبل د جایزو ورکولو کمېټې، نن چهارشنبې(اکتوبر۴مه) په یوې اعلامیې کې وویل:"د نوبل جایزې دغه ګټونکي په دې بریالي شول چې خورا کوچني ذرات تولید کړي چې خواص یې یوازې د کوانټم پدیدې لخوا مشخص کیږي. دغه ذرات چې د کوانټم نقطو په نوم یادیږي، نن ورځ په نانو ټکنالوژۍ کې ځانګړی اهمیت لري."
د کیمیا په برخه کې د نوبل جایزې د کمیټې په وینا، ساینس پوهان په دې باور دي، چې د دغو دریو ساینس پوهانو اختراع، په راتلونکي کې د "انعطاف وړ بریښنایی وسایلو، خورا کوچنیو آخذو، کوچنیو لمریز حجرو او د کوانټمي مخابراتي کوډونو" لپاره کارول کیدای شي.
د "کوانټم نقطې" نه یوازې په بیلابیلو رنګونو د ایل اې ډي څراغونو د تولید لپاره کارول کیږي، بلکې، جراحان ددغه ټکنالوژي څخه په بدن کې د سرطاني نسجونه لرې کولو په موخه هم کار اخلي.
باوندي د مساچوسټ ایالت د ټکنالوژۍ انسټیټیوټ کې پروفیسور دی او بروس د کولمبیا پوهنتون پروفیسور دی. اکیموف په متحدو ایالتونو کې د "نانو کرسټلز ټکنالوژۍ شرکت" کې کار کوي.
تر دې وړاندې، د سه شنبې په ورځ ( اکتوبر درېیمه) د نوبل د فزیک جایزه د امریکا د متحدو ایالتونو د اوهایو د پوهنتون استاد پيير اګوستیني، د جرمني د مونیخ پوهنتون استاد فرنس کراوس او د سویډن د لوند پوهنتون استادې اني لولیر ته ورکړل شوه.
د دې معتبرې جایزې د ګټونکو د اعلانولو پر مهال، د سویډن د علومو شاهي اکاډمۍ وویل، چې د دغو ساینس پوهانو تجربو او ازماېښتونو "نوي وسائیل د بشریت په اختیار کې ورکړل چې نړۍ د مالیکولونو او اتومونو په منځ کې الکترونیکونو ته انکشاف ورکړي. "
همداشان د دوشنبې په ورځ، دوو امریکايي څېړونکو ، کتلین کاریکو او درو ویسمن ته د طب د نوبل جایزه ورکړل شوه. د دوی پلټنو د کروناویروس ضد واکسینونو "فایزر او مدرنا" تولید ته لاره پرانیستله.
د ادبیاتو د نوبل جایزې ګټونکی به د پنجشنبې په ورځ اعلان شي. د نوبل د سولې جایزې ګټونکي به د جمعې په ورځ او د نوبل د اقتصاد د جایزې ګټونکي به د اکتوبر په نهمه نېټه اعلان شي.
فورم \ دبحث خونه