د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران په فعالیتونو اندېښنې؛ زرګونه امریکایي ځواکونه سرې بحېرې ته واستول شول


د امریکا د متحدو ایالتونو بحري ځواکونو د دوشنبې په ورځ اګست اوومه (زمری۱۶) اعلان وکړ، چې څه باندې ۳۰۰۰ عسکر یې له دوو جنګي بېړیو سره یو ځای سرې بحیرې سرې بحېرې ته استولي دي.

دوی د ځواکونو د انتقال د زیاتوالي د پروګرام برخه ده چې د ایران له لوري د تیلو د دوو ټانکرونو له توقیف څخه وروسته لېږدول کېږي.

د امریکا بحري ځواکونو اعلان کړی دی چې په لېږدول شویو عسکرو کې ځانګړي بحري ځواکونه هم شامل دي، چې د سویز کانال له لارې سرې بحیرې ته داخل شول. وايي د دوی انتقال له مخکې پلان شوی و.

په اعلامیې کې ویل شوي‌ دي چې دا ځواکونه د "یو‌اس‌اس باتان" او "یواس‌اس کارترهال" جنګي بېړیو سره یو ځای تللي، چې ورسره به د ځواکونو وړتیا نوره هم لوړه شي.

امریکايي ځواکونه وايي چې ایران په تېرو دوو کالونو کې ۲۰ کښتۍ،‌ چې نړیوال بیرغونه پرې لګول شوي وو، نیولې او یا یې د نیولو هڅه کړې ده.

"یو‌اس‌اس باتان" یوه تهاجمي بېړۍ ده چې الوتکې او کښتۍ انتقالولای شي. او "یواس‌اس کارترهال" هم داسې یوه بېړۍ ده چې د امریکايي ځواکونو تجهیزات انتقال او ساحل ته لېږدوي.

د امریکا د بحري ځواکونو یو ویاند تیم هاوکینز فرانس پرس خبري اژانس ته وویل چې دا بېړۍ د بې ثباته کوونکو فعالیتونو د مخنیوي او د ایران له لوري د تجارتي کښتیو د ځورونې له کبله د پیدا شویو سیمه اییزو شخړو د خنثی کولو لپاره د پوځ وړتیا زیاتوي.

متحدو ایالتونو تېره میاشت هم د فارس په خلیج کې د ایرن له لوري د کښتیو د توقیف سره د مبارزې لپاره اف-۳۵ او اف-۱۶ جنګي الوتکې او تجهیزات واستول. واشنګټن تېره میاشت ووویل چې امریکایي ځواکونو په نړیوالو اوبو کې د ایران له لوري د تیلو د سوداګریزو کښتیو د توقیف مخه نیولې ده.

تېرکال د نومبر په میاشت کې امریکا او اسرائیل ایران تورن کړی و،‌ چې د یو اسرائیلي شرکت د تیلو په انتقالوونکې کښتۍ یې د بې پیلوټه الوتکې برید کړی دی.

د امریکا له لوري‌ د الوتکو له انتقال وروسته، ایران اعلان وکړ چې د سپاه پاسداران بحري ځواکونه په بې پیلوټه الوتکو او په داسې میزایلو،‌ چې تر ۱۰۰۰ کیلو میتر پورې واټن وېشتلای شی، سمبال شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG