د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو حکومت له بند څخه د یو سیمه ییز خبریال د خوشي کېدو هر کلی کړی، خو په دغه هیواد کې د خبریالانو په وړاندې د ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
دغه بنسټ د یکشنبې په ورځ اکتوبر نهمه (تلې ۱۷) ویلي چې سیمه ییز خبریال او په دایکندي ولایت کې د افتاب راډیو د امتیاز څښتن میرزا حسیني تېره ورځ د طالبانو حکومت د استخباراتي ادارې لخوا په کابل کې خوشي شوی دی.
دغه سیمه ییز خبریال څلور میاشتې مخکې د «سیاسي فعالیتونو» په تور نیول شوی و.
د خبریالانو مرکز په خپلې اعلامیې کې ویلي: "د اسلامي امارت یو کلن حاکمیت پر مهال، د خبریالانو نیول، ګواښل او وېرول ورځ تر بلې زیات شوي دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د اسلامي امارت د یو کلن حاکمیت پر مهال د خبریالانو او رسنیو د کار کوونکو په وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښلو ۱۳۰ پیښې ثبت کړي دي."
د افغانستان د خبریالانو مرکز د خبریالانو نیول او بندي کول د دغه هیواد د رسنیو د قانون خلاف بللي او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي چې د خبریالانو نیول بند کړي.
د افغانستان د ژورنالیستانو انجمن هم د دغه سیمه ییز خبریال د خوشي کېدو هر کلی کړی دی. د دغه انجمن مشر حجت الله مجددي د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د خبریالانو او رسنیو اړوند قضیې باید د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو کمېسیون لخوا تعقیب شي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو د معلوماتو په اساس اوس هم یو شمېر خبریالان د طالبانو په بندې کې دي او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي چې هغوی باید ژر تر ژره خوشي کړي. خو د طالبانو حکومت تر دې مخکې د خبریالانو نیولو په اړه راپورونه رد کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په وینا طالبانو د تېر لمریز کال په وروستۍ میاشت کې د خالد قادري په نوم په هرات ولایت کې یو سیمه ییز خبریال نیولی چې په خبره یې اوس هم ورسره بندي دی.
دې مرکز زیاته کړې چې ښاغلی قادري په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو حکومت په اړه «د خپلې انتقادې نظریې» خپرولو له امله په هرات کې د طالبانو د محکمې لخوا په یو کال بند محکوم شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د خبریالانو د ملاتړ نړیوال فدارسیون او د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې (AIJU) شاوخوا یوه اونۍ مخکې د طالبانو له بند څخه د پژواک خبري آژانس د خبریال عبدالحنان محمدي د خوشي کېدو خبر هم ورکړی و. یاد بنسټ ویلي چې هغه نژدې څلور میاشتې د طالبانو حکومت په بند کې و.
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر دې مخکې له ټولو رسنیو څخه غوښتي و چې د هیواد ملي ګټو ته په کتو فعالیت وکړي.