په پاکستان کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو د حکومت تر ادارې لاندې دی، ویلي چې د علي اکبر سخي په نوم د یو افغان غره ختونکي مړی د هغه کورنۍ ته سپارل شوی دی.
علي اکبر سخي، د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د بهرنیو غره ختونکو له یوې ډلې سره یې په پاکستان کې د 'کې ټو' څوکې ته د ختلو هڅه کوله او تر دې دمه يې څوک د جسد په موندلو نه وو بریالی شوی.
په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې طالب چارواکو ویلي، چې سخي د زړه د حملې له امله مړ شوی او جسد یې د پاکستاني چارواکو له خوا د هغه د کورنۍ غړو ته سپارل شوی دی.
د قراقرم ګرځندوی شرکت، چې د سخي او د هغه د ملګرو د سفر د همغږۍ مسوولیت یې پر غاړه و، د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۰مه د هغه د مړینې د خبر له خپرولو وروسته وویل، چې دغه افغان غره ختونکی د «لوړې ارتفاع ناروغۍ» له امله مړ شوی دی. په لوړو ارتفاعاتو کې د زیاتې مودې لپاره پاتې کېدل او د اکسیجن نشتوالی د «لوړې ارتفاع ناروغۍ» لامل کیږي.
د 'کې ټو' څوکه چې د قراقرم په سیمه کې د سمندر له سطحې څخه ۸۶۱۱ متره لوړوالی لري، د پاکستان په شمال ختیځ کې د همالیا غرونو سره تړلې ده او د ایوریسټ غره څخه وروسته په نړۍ کې دوهمه لوړه څوکه ده. دغه څوکه په نړۍ کې تر ټولو سخته څوکه بلل کېږي، او ویل کېږي چې دغې څوکې ته د رسېدو پر مهال ګڼ شمېر غره ختوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
علي اکبر سخي، د 'کې ټو' څوکې ته تر ختلو مخکې، د باميانو په ولایت کې د ۵۰۴۸ متره په لوړوالی د شاه فولادي څوکې او په پنجشېر ولايت کې د ۵۶۸۰ متره په لوړوالی د ميرسمير څوکې څو څو ځله ختلې وو.
نوموړی ددې ترڅنګ چې د کمپيوټر سافټوير انجنير و او د دې مسلک ترخوا يې په مسلکي توګه د غره ښودنه کوله، د افغانستان د غره ختونکو او لارښود ټولنې بنسټګر هم وو.
همدا راز، علي اکبر سخي د افغانستان د غره ختونکو د ډلې مشري په غاړه درلوده او د دغه هېواد نږدې ټولې لوړې څوکې لکه د بدخشان نوشاخ غر، په باميانو کې د شاه فولادي غر، د بابا غر او په پنجشير کې د مير سمير غرونو ته ختلې وو.
فورم \ دبحث خونه