د لاس رسي وړ اتصالات

تایلند کې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت مخدره توکي نیول شوي


په تایلند کې چارواکو د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د کیتامین په نامه مخدره توکو نیول کیدو خبر ورکړی چې ښایي بهر ته قاچاق کیدل.

په تایلند کې د مخدره توکیو پر وړاندې د مبارزې ادارې د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۲ (لړم ۲۲) وویل چې د مخدره توکیو دغه بنډلونه ۱۱.۵ ټنه وزن لري او په بنکاک ښار کې په یو ګدام کې کشف او ضبط شوي چې ښایي اروپا، جاپان یا کوریا ته قاچاق کیدل.

د تایلند د مخدره توکیو سره د مبارزې ادارې رئیس مونتري ییمیم، وویل چې ددغو موادو ستر حجم ښيي چې د څو هیوادونو د قاچاقبرو شبکه پدې کار کې لاس لري. هغه وویل چې تایلند دغه قضیه د نورو هیوادونو او نړیوالو بنسټونو سره په همغږۍ کې تعقیبوي.

ښاغلي ییمیم وویل: "دغه مخدره ماده په تایلند کې شهرت نلري او په عمومي توګه د اروپا، آسترالیا، تایوان، جاپان او کوریا په ګډون په بهر کې اخیستل او پلورل کیږي."

په تایلند کې مسولینو هغه وخت د کیتامین د قاچاق د شبکې د موندلو لپاره پلټنې پراخې کړې چې د ۳۰۰ کیلوګرامو په اندازه ددې مادې یو بنډل چې له تایلند نه تایوان ته قاچاق شوی و د پولیسو له خوا کشف او ضبط شو.

د تایلند د عدلیې وزیر سومساک ثیپسوتین، وویل: "ددې محملې کشف او ضبط د کار پیل دی، د زیاتو پلټنو ترسره کیدل به د قاچاقبرانو د زیاتو نامشروع موادو د کشف کیدو سبب شي."

په طبابت کې د کیتامین نه د پوډرو یا محلول، په توګه د بې حس کولو او هم د خپګان ضد درملو په توګه کار اخیستل کیږي.

خو د کیتامین مادې روږدي کسان هغه د خوب راوړونکو او خیالي تاثیراتو په خاطر پیچکارۍ کوي، په شرابو کې د مخلوط، د پوډرو او یا هم په سګریټ کې مصرفوي.

XS
SM
MD
LG