د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ اپریل ۱ (وري۱۲) ویلي چې طالبانو یو امریکایي تبع او د هغه ورور چې په متحده ایالاتو کې د دایمې اوسیدنې سند (ګرین کارت) یې درلود د بند څخه خوشې کړیدي.
طالبانو دا دوه وروڼه د تیر کال د ډسمبر د میاشتې په ۱۸ مې نیټې نیولي او بندیان کړي و او د جمعې په ورځ اپریل لومړۍ یې خوشې کړل.
طالبانو امریکایي تبع صفي الله رووف او ورور یې انیس خلیل چې دامریکا د ګرین کارت تر څنګ د بریتانیې تابعیت هم لري پداسې حال کې په افغانستان کې ونیول چې د اړمنو کورنیو سره یې بشري مرستې کولې او شاوخوا ۱۰۵ ورځې یې بندیان کړي و.
طالبانو تر اوسه دا ندي ویلي چې دا کسان یې په کوم دلیل نیولي و او نه یې هم د هغوي د خوشې کیدو په هکله څه ویلي.
تر دې وړاندې طالبانو یوه بله په خټه افغانه کاناډایۍ ندیمه نور هم نیولې اوبندې کړې وه. میرمن نور د طالبانو سره تقریباً ۲۴ ورځې بندي وه او وروسته خوشې شوه.
ندیمه نور په ټولنیزو رسنیو کې په «پتېنګړه کاکۍ» هم مشهوره ده چې د خیر ښیګڼې د کارونو تر څنګ د ښځو د حقونو لپاره په مبارزه کې هم فعاله وه. همدغه راز هغې به په افغانستان کې د «ځینو بدو» دودونو په اړه هم انتقادونه کول.
نوموړې په خپلې یوې تازه او لنډې ویدیو کې چې په ټولنیزو رسینو کې خپره شوې،له طالب جنګیالیو غوښتي وو چې په موټرونو کې د ګرځېدو را ګرځېدو په وخت دې د خپلو ټوپکونو خولې د خلکو په لورې ونه نیسي چې ډز ونشي او څوک ژوبل نشي.
د طالبانو د استخباراتو کارکوونکو دا ۳۸ کلنه مېرمن په افغانستان کې د خپل کار له دفتر څخه بیولې وه.