د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ددغه وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د سعودي عربستان د سفیر فیصل طلق البقمي سره په کتنه کې له هغه غوښتي چې له افغانستان څخه سعودي غربستان ته د حج او عمرې لپاره د تلوونکو افغانانو شمیر دې زیات کړي.
ددغه وزارت ویاند ضیا احمد تکل د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې همداشان امیرخان متقي د یکشنبې د ورځې جنورۍ ۱۲( مرغومې ۲۳) په دې کتنه کې په سعودي عربستان کې د میشتو افغانانو لپاره د قونسلي خدمتونو د برابرولو غوښتنه هم کړې ده.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: " همدارنګه د بهرنیو چارو وزیر غوښتنه وکړه چې د سعودي حکومت د افغانانو لپاره د حج او عمرې په کوټه [ ونډه] کې زیاتوالی راولي او همداراز سعودي کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدماتو په رسولو کې هم مرسته وکړي" .
اوس مهال سعودي عربستان افغانستان ته د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره شاوخوا ۳۰ زرو کسانو سهمیه ټاکلې ده. د تیر ۲۰۲۴ کال د مې په میاشت کې د حج د ادا کولو لپاره طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت هر یو حاجي څخه د حج لګښت ۳۸۶۵ امریايي ډالر چې ۲۷۷ زره افغانۍ کېږي اخیستی وو. خو ددغه وزارت د معلوماتو له مخې د شیعه افغان حاجیانو لپاره د حج د فریضې د ادا کولو لګښت ۵۰ ډالره زیات ټاکل شوی وو.
په دغه خبرپاڼه کې افغانستان لپاره د سعودي عربستان د سفیر فیصل طلق البقمي له قوله ویل شوي هېواد یې غواړي په کابل کې د خپل حضور له لارې په مختلفو برخو کې افغانانو سره مرسته وکړي.
فیصل طلق البقمي ویلي، چې دواړه هېوادونه کولای شي په مختلفو برخو کې کار وکړي او په کابل کې د دوی د سفارت د فعالیت د بیا پیل موخه دا ده چې له ټولو شته ظرفیتونو څخه ګټه پورته شي.
سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د تیر ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په وروستیو کې د یو اوږد ځنډ وروسته په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیست.
په افغانستان کې د سعودي سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي وو چې د خپل حکومت غوښتنې سره سم یې افغانانو ته د "ټولو خدماتو برابرولو په هدف پریکړه کړې چې د ډسمبر میاشتې په ۲۲ مې په کابل کې خپل فعالیتونه له سره پیل کړي".
سره له دې چې د سعودي عربستان حکومت د طالبانو لومړنی حکومت په رسمیت پیژندلی و خو د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې له ۱۵ څخه څو ورځې وړاندې چې کابل د طالبانو لاسته ورشي، ریاض خپل ټول دیپلوماتان د افغانستان څخه وویستل.
په تیرو څه باندې دریو کلنو کې افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفارت د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې هغو زرګونو افغانانو ته قونسلي خدمات برابرول چې دې هیواد ته د حج په مراسمو کې د ګډون او د عمرې لپاره ورتلل.
د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راهیسې چې په افغانسان کې طالبان بیا واک ته رسیدلي، د نړۍ هیڅ هیواد او نړیوال سازمان د ددغې ډلې حکومت په رسمیت ندی پژندلی. خو یو شمیر هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه او سیاسي استازولۍ بیرته پرانیستلي دي.
د چین او روسیې په ګډون یو شمیر ګاونډیو اود سیمې ځینو هیوادونو هم د افغانستان په سفارتونو کې د طالبانو دپلوماتانو ته فعالیت اجازه ورکړې ده..
نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره له وړاندې ځینې شرطونه اعلان کړي دي. په دې شرطونو کې په افغانستان کې د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي اقلیتونو په ګډون د افغانانو بشري حقونو ته درناوی، د ټولشموله حکومت جوړیدل او د القاعده تروریستي ډلې په ګډون د تروریستي ډلو سره د اړیکو پریکون شرطونه شامل دي.
فورم \ دبحث خونه