د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې سرشمیرنه ۱۲۰څخه تر ۱۵۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري – طالبان


د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې په افغانستان کې تراوسه د وګرو د شمیر د معلومولو لپاره علمي سرشمیرنه نه ده شوې او د یوې طرحې له مخې ددې کار لپاره د ۱۲۰ او ۱۵۰ میلیونو ډالرو پورې پیسو ته اړتیا ده.

ددغې ادارې ویاند محمد حلیم رافع د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې ددغې بودیجې د چمتو کولو لپاره یو شمیر موسسو او نړیوالو ادارو سره یې خبرې شوي دي.

هغه ویلي:" که چیرې مونږ ددې پروژې لپاره ډونر یا تمویل کوونکی پیدا کړو په علمي او سمه توګه به د وګړو سرشمیرنه وکړو".

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ویاند د وینا له مخې سرشمیرنه یوازې سړو او ښځو د شمیر مشخص کول نه دي بلکې په علمي سرشمیرنه کې د ښځو او سړو د شمیر سربیره دا معلومول هم په کار دي چې د افغانستان د نفوس څومره شمیر ماشومان، ځوانان او د زیات عمر لرونکي کسان دي.

محمد حلیم رافع وايي چې په افغانستان کې د وګړو شمیر تراوسه د اټکل له مخې ټاکل کیږي چې په روان ۱۴۰۲ لمریز کال کې د دغه هیواد د وګړو شمیر ۳۴.۹ میلیونه اټکل شوی دی چې ۵۱ فیصده یې سړي او ۴۹ فیصده یې ښځې دي.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په افغانستان کې د وګړو د سرشمیرنې لپاره د چمتووالي دا خبر په داسې حال کې ورکړی چې د ۱۳۵۷ لمریز کال راهیسې په دغه هیواد کې هیڅ سرشمیره نه ده شوې.

که دا سرشمیرنه وشي نو له مخې به یې نه یوازې د دغه هیواد د وګړو دقیق شمیر څرګند شي، بلکې د اوسیدونکو د سواد د کچې او نورو ضروري معلوماتو اړوند دقیقي شمیرنې به هم برابرې شي.

ددغې ادارې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د وګړو د ودې کچه دوه فیصده ده او ددغه هیواد نفوس ۳۴.۹ میلیونه کسان دي (۱۷.۵ میلیونه سړي او ۱۶.۸ فیصده یې ښځې) دي.

خو نړیوال بانک په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان د وګړو شمیر ۴۱ میلیونه اټکل کړی وو او ویلي و چې ددغه هیواد د وګړو له ډلې ۴۵ فیصدو څخه زیات یې ښځې دي.

په افغانستان کې په وروستي ځل د پخواني جمهور رئیس نورمحمد تره کي د واکمنۍ په دوره کې په ۱۳۵۷ کال کې سرشمیره ترسره شوې وه، خو ددغې نیټې وروسته په دغه هیواد کې د پرله پسې ناامنۍ له امله کور په کور سرشمیره نه ده ترسره شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG