د لاس رسي وړ اتصالات

 
افغان حکومت ۹۸ نور طالب بندیان ازاد کړل

افغان حکومت ۹۸ نور طالب بندیان ازاد کړل


له زندانه ازاد شوي طالب بندیان
له زندانه ازاد شوي طالب بندیان

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د ولسمشر غني د فرمان پر اساس پرون ناوخته ۹۸ تنه نور طالب زندانیان د څرخي پله له زندان څخه خوشي شول.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن یکشنبه مې درېیمه (غوايي۱۴) ویلي چې "یاد طالب بندیان د هغوی روغتیايي وضعیت، عمر او د مجازاتو د پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کرونا د مهارولو د هڅو د برخې په توګه خوشي شول."

په دې سره تر دا امهاله د افغان حکومت لخوا د ازاد شوو طالب بندیانو شمېر ۶۵۰ تنو ته ورسېد چې د ملي امنیت شورا په وینا ټاکل شوې ۸۵۰ نور طالب بندیان هم ازاد شي.

د ولسمشر غني د حکم په اساس ټاکل شوې ۱۵۰۰ طالب بندیان سولې ته د رسېدو او کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف له زندانونو څخه ازاد شي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ په کندز ولایت کې هم د طالبانو لخوا ۴۶ بندیان ازاد شول چې د ملي امنیت شورا په وینا ۳۹ یې افغان امنیتي ځواکونه و.

د ملي امنیت شورا تېره ورځ د طالبانو لخوا د بندیانو د ازادولو هر کلی وکړ او هغه یې د سولې په وړاندې یو مهم ګام وباله.

طالبانو هم ویلي چې دوی هڅه کوي له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب په هدف د بندیانو ازادولو بهیر چټک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون شنبه یو ځل بیا له افغان حکومت او طالبانو څخه وغوښتل چې د بین الافغاني خبرو پیلېدو او تلپاتې اوربند ټینګېدو په هدف د بندیانو ازادولو او اورکم په اړه هڅې ګړندۍ کړي.

د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو له بند څخه د ۱۰۰۰ زندانیانو خوشې کول، د امریکا-طالبانو د سولې د تړون یوه برخه ده چې د روان عیسوي کال د فبرورۍ په ۲۹مه د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د ډلې مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا په قطر کې لاسلیک شو.

د بندیانو د خلاصولو د بهیر تر پای ته رسېدو وروسته ټاکل شوې وه چې بین الافغاني خبري پیل شوي وای، خو اوس مهال د یادو مذاکراتو د پیلېدو څرک نه لیدل کیږي

XS
SM
MD
LG