د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو کندز کې ۴۸ بندیان ازاد کړي ـ ولایتي شورا


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د کندز دولایتي شورا یو غړی وایي، طالبانو پرون پنجشنبه په دغه ولایت کې ۴۸بندیانله بند څخه ازاد کړل.

د ولایتي شورا غړي غلام رباني رباني نن جمعه مې لوړۍ(غويي۱۲) امریکاغږ ته وویل چې د ازاد شوو بندیانو په ډله کې یو شمېر افغان سرتیري هم شامل و چې له تېرو څو میاشتو راپدېخوا له طالبانو سره بندیان وو.

ښاغلي رباني زیاته کړه:"طالبانو د دغه ولایت په اقتاش ولسوالۍ کې ۴۸ زندانیان په موټرو کې کښېنولي و او دکندز ولایت مقام مخې ته یې خوشي کړل... طالبانو دغه بندیان په کندز، بلخ، تخار، بدخشان او ځینو نورو ولایتونو کې نیولي و."

د ولایتي شورا یاد غړي ادعا وکړه چې د طالبانو دوو استازو تر کندز ښاره د ازاد شوو بندیانو ملتیا کوله.

پر همدې مهال یوې امنیتي سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې دغه بندیان تېره ورځ د کندز په ولایت مقام کې سیمه ییزو چارواکو ته وسپارل شول چې په وینا یې د رسمي مراسمو په نیولو سره یې هر کلی وشو.

خپله د کندز ولایت مقام او د افغانستان د ملي امنیت شورا تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا تېره ورځ وویل چې په کندز کې د افغان حکومت ۵۲ سرتیري ازاد کړي دي.

سهیل شاهین همدارنګه ویلي چې دوی هڅه کوي له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب په هدف د بندیانو ازادولو بهیر چټک کړي.

تر دې مخکې طالبانو په کندهار او لغمان ولایت کې هم د افغان حکومت ۶۰ تنه بندیان ازاد کړل چې وروسته افغان حکومت وویل چې تر نیمايي زیات یې ملکي وګړي دي.

افغان حکومت هم تردا مهاله ۵۵۰ طالب بندیان ازاد کړي چې ټاکل شوې د ولسمشر غني د حکم په اساس ۹۵۰ نور طالب بندیان هم ازاد شي.

XS
SM
MD
LG