د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: افغانستان کې پنځه هوايي ډګرونه په نړیوالو معیارونو الوتنو لپاره چمتو دي


د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال جون په میاشت کې د متحده عربي اماراتو د ګاک شرکت سره کابل او څلورو نورو هوايي ډګرونو کې د مسافرو د کنټرول او ارزونې یو تړون لاسلیک کړی دی.
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال جون په میاشت کې د متحده عربي اماراتو د ګاک شرکت سره کابل او څلورو نورو هوايي ډګرونو کې د مسافرو د کنټرول او ارزونې یو تړون لاسلیک کړی دی.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په افغانستان کې په نړیوالو معیارونو د پنځه هوايي ډګرونو د فعالیدو خبر ورکړی او ویلي دي چې هره ورځ ددغو هوايي ډګرونو څخه بهر ته د څو الوتنو په ګډون د ۲۰ او ۳۰ ترمنځ الوتنې ترسره کیږي.

ددغه وزارت ویاند امام الدین احمدي د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې د کابل، کندهار، هرات، مزارشریف او خوست د هوايي ډګرونو ترڅنګ چې اوس په نړیوالو معیارونو الوتنو ته پرانیستي دي د جلال اباد د هوايي ډګر د معیاري کولو لپاره هم هڅې پیل شوي دي.

ښاغلي احمدي وویل: "د جلال اباد هوايي ډګر چې د اشغال [افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور پرمهال] په دوره کې د نظامي اهدافو لپاره کارول کیده مو بیرته ملکي هوايي ډګر اعلان کړ. هغه برخې چې تجهیزات یې نلرل په تجهیزاتو مو سمبال کړ. تخنیکي برخې یې بیرته فعالې شوې کارکوونکي ورته وروزل شو اوس عملآ ترې ملکي الوتنې ترسره کیږي".

د طالبانو حکومت د کابل د هوايي ډګر په ګډون د څلورو نړیوالو هوايي ډګرونو هرات، کندهاراو مزارشریف کې د مسافرو د کنټرول او ارزونې تړون د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې د متحده عربي اماراتو د "ګاک" شرکت سره لاسلیک کړی دی.

ددغه تړون له مخې دا شرکت د مسافرو د خوندیتوب لپاره په دغو هوايي ډګرونو کې خدمتونه وړاندې کوي او د طالبانو حکومت ورته د افغانستان له فضا څخه د تیریدونکو الوتکو د حق العبور څخه د ترلاسه شویو پیسو یوه اندازه ددغو خدمتونو د وړاندې کولو په بدل کې ورکوي.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د یوې لنډې مودې لپاره د کابل په هوايي ډګر کې دا ډول خدمتونه د یو قطري شرکت له خوا پرمخ وړل کیدل.

د متحده عربي اماراتو د ګاک شرکت د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې دمخه هم د کابل په هوايي ډګر کې ورته خدمتونه برابرول.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي د معلوماتو له مخې اوس مهال په هرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰۰ او ۱۲۰ پورې بهرنیو هوايي شرکتونو الوتکې د افغانستان له فضا څخه عبوري الوتنې کوي، چې هره الوتکه افغانستان ته ۷۰۰ امریکايي ډالره د حق العبور په توګه ورکوي.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې اوس مهال د افغانستان په دننه کې د کابل او یو شمیر لویو ښارونو ترمنځ هره ورځ د څو الوتنو سربیره د کام ایر او اریانا افغان هوايي شرکتونه یو شمیر ګاونډیو او د سیمې هیوادونو ته هم منظمي الوتنې کوي.

همداشان د ایران د پنځه هوايي شرکتونو په ګډون د ترکیې ترکش ایرلین، د متحده عربي اماراتو فلای دوبۍ، ایر عربیه هوايي کرښې الوتکې هم کابل او ددغو هیوادونو ترمنځ منظمي الوتنې کوي.

ښاغلي احمدي وویل: "نړیوال هوايي شرکتونه افغانستان ته هم الوتنې لري لکه د ترکش هوايي شرکت، فلای دوبۍ ایر عربیه، ایران هوايي شرکت، مهان... دا هغه نړیوال هوايي شرکتونه دي چې افغانستان ته الوتنې لري. فعلا مونږ ایران، پاکستان، سعودي عربستان، اوزبیکستان، روسیې، هندوستان، چین، متحده عربي اماراتو مختلفو ښارونو لکه دوبۍ، ابوظهبي، ترکیې، قطر او کویټ ته مخامخ الوتنې لرو".

که څه هم یو شمیر نړیوالو هوايي شرکتونو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې دمخه یې کابل ته الوتنې کولې بیرته خپل فعالیتونه پیل کړي، خو یو شمیر نړیوالو هوايي شرکتونو چې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو دمخه یې افغانستان ته الوتنې کولې لا هم بیرته خپلې الوتنې نه دي پیل کړي.

په دې شرکتونو کې د اماراتو د هوايي کرښې الوتکې او د هندوستان د هوايي شرکت الوتکې هم شاملې دي.

کابل کې د یو مسافرتي شرکت خاوند چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل چې افغانستان ته د لویو هوايي شرکتونو د نه ستنیدلو یو لوی علت د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو مسله ده. هغه وویل چې په کابل کې د سیمې او ګاونډیو هیوادونو له خوا افغانانو ته د ویزو د ورکولو ستونزه هم ددې سبب شوې چې لوی هوايي شرکتونه بیرته افغانستان ته ستانه نشي.

اوس مهال د ایران او پاکستان پرته نور هیوادونه په کابل کې د خپلو سفارتونو له لارې افغانانو ته ویزې نه ورکوي چې دا کارهم د هوا له لارې د مسافرو د شمیر د کمیدو سبب ګرځیدلی او لوی هوايي شرکتونه اندیښنه لري چې د تګ راتګ لپاره به پوره مسافر ولري او که نه د همدې له امله دغو شرکتونو بیرته خپلې الوتنې لا نه دي پیل کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG