د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو مشر خپلو وسله والو ته:د مخکني نظام غړيو ته سزا مه ورکوئ


د طالبانو مشر همدارنګه سپارښتنه کړې چې افغانان دې وهڅول شي چې بهر ته ولاړ نشي.
د طالبانو مشر همدارنګه سپارښتنه کړې چې افغانان دې وهڅول شي چې بهر ته ولاړ نشي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې د افغانستان د مخکني حکومت غړيو ته دې د "پخوانیو جرمونو" په خاطر سزا نه ورکوي.

د ښاغلي اخندزاده دا فرمان پداسې حال کې خپریږي چې څو ورځې د مخه په ټولنیزو شبکو کې د افغانستان د پوځ د یو پخواني غړي یوه ویډیو خپره شوه چې وسله والو طالبانو یې لاسونه تړي و او په څپیړو او لغتو یې واهه.

د ملا هبت الله اخندزاده په فرمان کې چې د دې ډلې یوه ویاند محمد نعیم په ټویټر کې خپور کړی، د طالب چارواکو غوښتل شوي چې افغانان دې وهڅوي په هیواد کې پاتې شي.

په فرمان کې راغلي، "زما د عفوې احترام وکړئ ؛ د تیر نظام کار کوونکو ته د تیرو جرمونو سزا مه ورکوئ".

طالبانو دا ندي ویلي چې ښاغلي اخندزاده دا فرمان له کوم ځای څخه ورکړی او نه یې د هغه کوم عکس یا ویډیو خپره کړیده.

طالبان چې د اګست د میاشتې په ۱۵مه په کابل واکمن شوي، ملګري ملتونه، د بخښنۍ نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار ادراې پرې تور پورې کړی چې د افغانستان د مخکني حکومت لس ګونه مامورین او د امنیتي ځواکونو غړي یې د محکمې د حکم پرته وژلي دي.

د طلبانو مشر پداسې حال کې خپلو جنګیالو ته دا سپارښتنې کوي چې د جرمونو د نړیوالې محکمې ویلي غواړي د هغو جنګي جنایاتو تورونه و پلټي چې طالبانو او د داعش-خراسان ډلې په افغانستان کې کړي او د امریکايي ځواکونو د جنګي جرمونو په اړه پلټنه له «لومړیتوب» څخه غورځوي.

تر دې مخکې دغې محکمې په افغانستان کې په جنګ کې د ټولو ښکېلو غاړو د جنګي جرمونو د پلټنې خبرې کولې. تېرکال افغان حکومت له دغې محکمې وغوښتل چې دا پلټنې ودروي او ویې ویل چې هغوی به په خپله تحقیقات وکړي.

د دغې محکمې نوي څارنوال کریم خان د سپتمبر ۲۷ (تلې۵)‌ په یوې اعلامیې کې وویل چې له قاضیانو څخه یې غوښتي دي چې د دغو پلټنو د بیا پیلولو اجازه ورکړې.

XS
SM
MD
LG