د لاس رسي وړ اتصالات

بادغیس کې د طالبانو په بریدونو کې د ملي اردو سرتیري وژل شوي


دفاع وزارت وايي، طالبانو د اوربند د پای ته رسیدلو وروسته په دولس ولایتونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي
دفاع وزارت وايي، طالبانو د اوربند د پای ته رسیدلو وروسته په دولس ولایتونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي

د بادغیس ولایت د بالامرغاب په ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر پوستو د طالب وسله والو د بریدونو په پایله کې د ملي اردو د سرتیرو د مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکړل شوي دي.

د بادغیس سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تیره شپه د دغه ولایت د بالامرغاب په ولسوالۍ کې د ملي اردو په پوستو بریدونه کړي، چې له امله یې د ملي اردو دیرش سرتیري وژل شوي دي.

د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې وسله والو طالبانو نن د چهار شنبې (غبرګولی ۳۰ مه) سهار وختي یوه نیمه بجه د بلامرغاب په ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه پیل کړل، چې د څو ساعتونو لپاره یې دوام درلود.

ښاغلي ملکزي وویل، کله چې د ملي اردو یو شمیر سرتیري په دوو زرې وسایطو کې د طالبانو سره د جګړې لپاره د خپلو سرتیرو مرستې ته د "سرخیلینګ" سیمې ته په لار وو، د طالبانو د کمین سره مخ شول، چې په دغه کمین کې د ملي اردو دیرش سرتیري ووژل شول.

ښاغلی ملکزی وايي،یو شمیرطالب وسله وال د کوچني اختر د اوربند په ورځو کې د بالامرغاب ولسوالۍ ته تللی وو، چې د بادغیس د والي د ادعا له مخې په ترڅ کې یې طالب وسله والو د هغو سیمو وضعیت هم ارزولی، چې افغان امنیتي ځواکونو په کې کمزوري لرله او د دغې ارزونې وروسته یې پر هغو پوستو بریدونه کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست ویاند جنرال محمد رادمنش ، امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې د بالامرغاب په ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو د وسله والو طالبانو بریدونه تائید کړل، خو په دې بریدونو کې یې د وژل شوو ملي اردو سرتیرو شمیر کم وښود.

جنرال رادمنش وویل" له بده مرغه وسله والو طالبانو د بادغیس ولایت د بالامرغاب په ولسوالۍ کې اوربند مات کړی او د ملي اردو پر پوستو یې بریدونه کړي، چې له امله یې یوولس شهیدان شوي او نهه نور ټپیان شوي دي".

خو د جنرال رادمنش له څرګندونو وروسته دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، چې د بلامرغاب په جګړه کې دیارلس افغان سرتیري وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د بادغیس ولایت د پولیسو د امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني هم امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې د بالامرغاب په ولسوالۍ کې جګړه تائید کړه او ویې ویل، چې په دې جګړه کې نهه طالبان هم وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د بادغیس ولایت د پولیسو د امنیه قوماندانۍ ویاند وویل، وسله والو طالبانو د بالامرغاب د ولسوالۍ سربیره د دغه ولایت د ابکمري د ولسوالۍ د نیولو لپاره هم تیره شپه د عملیاتو نیت درلود، خو د افغان امنیتي ځواکونو د متقابلو بریدونو په پایله کې پنځلس طالب وسله وال ووژل شول او ۲۱ نور ټپیان شول.

وسله والو طالبانو د بادغیس ولایت د تازه نښتو په اړه تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG