د لاس رسي وړ اتصالات

 
طالبانو تیرو دوو ورځو کې په شپږو ولایتونو کې ښځو په ګډون ۲۷ کسان په دُرو وهلي

طالبانو تیرو دوو ورځو کې په شپږو ولایتونو کې ښځو په ګډون ۲۷ کسان په دُرو وهلي


طالبانو افغانستان کې واک د بیا ترلاسه کولو وروسته ملګرو ملتونو او بشري حقونو بنسټونو د مخالفت باوجود عام محضر کې د اعدام د سزا په ګډون د تعزیري سزاګانو پلي کیدو ته دوام ورکړی .
طالبانو افغانستان کې واک د بیا ترلاسه کولو وروسته ملګرو ملتونو او بشري حقونو بنسټونو د مخالفت باوجود عام محضر کې د اعدام د سزا په ګډون د تعزیري سزاګانو پلي کیدو ته دوام ورکړی .

افغانستان کې د بدني سزاګانو په دوام د طالبانو تر کنټرول لاندې سترې محکمې په مختلفو ولایتونو کې د تعزیري سزاګانو د حکم د پلي کولو خبر ورکړی او ویلي دي چې په تیرو دوو ورځو کې یې د څو ښځو په ګډون ۲۷ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

دغې محکمې د سه شنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ ۱۸ (سلواغې ۳۰) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سړي او ښځې یې د "کور څخه د تیښتې، غلا، لواطت او قتل" په تورونو د فاریاب، بامیان، نیمروز، تخار، غزني او خوست په ولایتونو کې نیولي و چې پرې د تعزیري سزاګانو حکم تطبیق شوی دی.

د سترې محکمې د معلوماتو له مخې طالبانو په دغه موده کې ۱۱ کسان په نیمروز، پنځه تنه په غزني، درې تنه فاریاب، څلور تنه تخار، درې تنه خوست او یو تن د بامیان په ولایت کې په دُرو وهلي دي.

دغې محکمې ویلي چې په دُرو په دې وهل شویو کسانو کې څلور یې ښځې وې چې د " کورڅخه د تیښتې" په تور په دُرو ووهل شوې.

د سترې محکمې د معلوماتو پر اساس دغو تورنو ته د ۲۰ څخه نیولې تر ۳۹ دُرو پورې سزاګانې ورکړل شوي او هم ددغو تورنو اکثرو ته یې شپږ، شپږ میاشتې د بند سزا هم ورکړل شوې ده.

طالبانو په دې وروستیو اونیو کې د تعزیري سزاګانو د تطبیق لړۍ چټکه کړې ده. ددې دمخه د طالبانو د حکومت سترې محکمې د فبرورۍ د روانې میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې د ښځو په ګډون لږ ترلږه ۳۳ کسان عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان واک د بیا ترلاسه کولو وروسته په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د ښځو په ګډون په سلګونو کسانو ته په مختلفو تورونو په ځانګړي ډول د اخلاقي جرمونو په تورونو په ورزشي سټډیومونو کې د زرګونو کسانو په مخ کې تعزیري سزاګانې ورکړي دي.

همداشان د طالبانو د حکومت سترې محکمې ویلي چې تراوسه یې په افغانستان کې په عام محضر کې شپږو کسانو ته د اعدام سزا هم ورکړې ده.

طالبانو په عام محضر کې د اعدام د سزاګانو په لړ کې وروستۍ د تیر ۲۰۲۴ کال د نومبر ۱۳( لړم ۲۴) د پکتیا په ولایت کې په عام محضر کې یو تن ته د طالبانو د حکومت دریو محکمو د پریکړو او د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د تائید وروسته ورکړه.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې ویلي و چې اعدام شوی کس محمد ایاز د حکیم خان زوی د پکتیا ولایت د میرزکې ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی وو. دغې محکمې ویلي و چې محمد ایاز د حبیب الله په نوم د پکتیا ولایت یو اوسیدونکی وژلی وو.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د بنسټونو د پرله پسې غوښتنو سره سره په عام محضر کې د اعدام د سزا په ګډون د تعزیري سزاګانو پلي کیدو ته دوام ورکړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG