د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په دریو ورځو کې د دوو ښځو په ګډون ۱۵ تنه عام محضر کې په دُرو وهلي


د طالبانو د حکومت سترې محکمې په تیرو څه باندې دریو کلنو کې په سلګونو تورنو ته د نورو تعزیري سزاګانو سربیره لږ ترلږه درې تنه په عام محضر کې اعدام کړي هم دي.
د طالبانو د حکومت سترې محکمې په تیرو څه باندې دریو کلنو کې په سلګونو تورنو ته د نورو تعزیري سزاګانو سربیره لږ ترلږه درې تنه په عام محضر کې اعدام کړي هم دي.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې ویلي چې په تیرو دریو ورځو کې یې د میدان وردک، خوست او کونړ په ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۱۵ کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزاګانې ورکړي دي.

دغې محکمې د دوشنبې په ورځ اکتوبر۱۴( تلې ۲۳) د ایکس په پاڼه لیکلي چې د میدان وردک په ولایت کې د یوې ښځې په ګډون پر پنځه کسانو باندې په عام محضر کې د تعزیري سزاګانو حکم تطبیق کړی دی. سترې محکمې ویلي چې دغه تورن کسان د " غلا او نامشروع اړیکو" په تور په دُرو وهل شوي دي.

ددغې محکمې د معلوماتو پر اساس هر یو تورن په عام محضر کې ۳۹ دُرې وهل شوی دی.

همداشان د طالبانو د حکومت سترې محکمې د کونړ ولایت د شیګل په ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون اتو کسانو ته د تعزیري سزاګانو د ورکولو خبر هم ورکړی دی.

ددغې محکمې د معلوماتو له مخې دغه کسان د لواطت، غلا او له کور څخه د تیښتې په تورونو باندې تورن وو چې د طالبانو د حکومت د چارواکو او ددغه حکومت د عدلي کارکوونکو او عامو خلکو پر وړاندې د ۱۵ دُرو څخه تر ۳۹ دُرو پورې تعزیري سزاګانې ورته ورکړل شوي دي.

د خوست ولایت د ځاځي میدان په ولسوالۍ کې بیا دوه کسان د "لواطت" په تور په عام محضر کې ۳۰ او ۳۵ دُرې وهل شوي دي. همدارنګه یو تن ته د دوه نیمو کلونو او بل ته د یو کال بند سزا واورول شوه.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو راهیسې په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د ښځو په ګډون په سلګونو کسان د " اخلاقي جرمونو" په ګډون په لوبغالو کې د زرګونو په مخ کې تعزیري سزاګانې ورکړي دي.

همداشان د طالبانو د حکومت سترې محکمې په دغه موده کې لږ ترلږه په عام محضر کې درې تنه اعدام کړي هم دي.

د طالبانو د حکومت له خوا په عام محضر کې د اعدام د سزا په ګډون د تعزیري سزاګانو پلي کولو ته د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو بشري حقونو د بنسټونو له خوا پراخه غبرګونونه ښودل شوي دي او له طالبانو یې په عام ومحضر کې د اعدام د سزا د ورکولو په ګډون د بدني سزاګانو د بندیدو غوښتنه کړې ده. خو طالبانو ددغسې سزاګانو د ورکولو څخه دفاع کړې او د دا ډول سزاګانو ورکول یې د ټولنې لپاره د " عبرت درس" په توګه یادې کړي دي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په یوه وروستۍ وینا کې چې د طالبانو د حکومت چارواکو ته یې د کوچني اختر په مناسبت کړې وه د قصاص او بدني مجازاتو په ګډون د شرعي حدودو د تطبیق څخه دفاع کړې وه او دا ډول کړنې یې د اسلامي قوانینو مطابق ګڼلې وې. هبت الله اخوندزاده ویلي و چې اسلامي قوانین به لکه څنګه چې د مسلمانانو د پیغمبرمحمد (ص) په زمانه کې تطبیق کیدل هغسې تطبیق کړي.

د رواداري بنسټ چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت څارنه کوي په یو راپور کې ویلي وو چې طالبانو پر افغانستان باندې په درې کلنه واکمنۍ کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د جون د ۳۰ پورې لږ ترلږه ۱۲۰۲ ښځې او سړي په عام محضر کې په دُرو وهلي، قصاص کړي او سنګسار کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې رسمي او قانوني قضايي سیستم له منځه تللی دی. ددغه سازمان د راپور له مخې د ۲۰۲۲ کال د نومبر میاشت کې د طالبانو مشر په افغانستان کې په بشپړ ډول د شریعت د قوانینو د پلي کولو جبري امر صادر کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG