د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان هند ته: اسلام ته د سپکاوي اجازه مه ورکوئ


د طالبانو حکومت د قران کریم آیاتونو او د مسلمانانو د اعتقاداتو اړوند د هند واکمن ګوند یوې چارواکې له سپکاوي ډک الفاظ په سختو ټکو غندلي دي.

د هند د صدراعظم نرندرا مودي د بهارتیا جنتا ګوند یوې ویاندې نوپور شرما تیره اونۍ په یوې تلوېزیوني مناظرې کې د اسلام د پیغمر اړوند څرګندونې لرلې چې نه یوازې په هند کې د مسلمانانو احساسات راپارولي، بلکې د ګڼ شمېر اسلامي هیوادونو سخت غبرګونونه یې هم راپارولي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه هندي چارواکي د څرګندونو په غندلو سره ویلي: "د افغانستان اسلامي امارت په هند کې د حاکم ګوند د یوه مسئول لخوا د اسلام ستر پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ګستاخانه الفاظ کارول په کلکو ټکو غندي. دهند له حکومته غوښتنه کوو چې دغه ډول متعصبو اشخاصو ته اجازه ورنکړي چې داسلام مبارک دین ته سپکاوي وکړي او دمسلمانانو احساسات وپاروي."

طالبان پر داسې مهال یاد انتقاد کوي چې تیره اونۍ د هند د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی له طالب چارواکو سره د لیدنې لپاره کابل ته راغلی و.

بلخوا د قطر اوکویټ حکومتونو هم په هغه هیوادونو کې د هند سفیران احضار کړي دي او په دې برخه کې د هند حکومت د رسمي بخښنې غوښتنه کړې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه یوې اعلامیې کې ویلي: "د هند سفیر ته رسمي اعتراض لیک وسپارل شو چې په هغه کې قطر د هند له حکومت څخه غوښتل شوي په ښکاره ډول بخښنه وغواړي او دغه څرګندونې ژر تر ژره رد کړي."

په سعودي عربستان کې د اسلامي همکاریو سازمان هم د هندي چارواکي دغه څرګندنې رد کړي او ویلي یې دي چې یادې څرګندونې په هند کې د اسلام او مسلمانانو سره د بد چلند لامل کیږي.

د هند صدر اعظم د بهارتیا جنتا ګوند یوې ویاندې نوپور شرما تیره اونۍ د هغه هیواد یوې تلویزیوني مناظرې کې د یو مسلمان ګډون کوونکي په ځواب کې چې د هندیانو په باور پر «شیوه الهه» یې انتقاد کړی و، وویل چې هغه هم کولی شي پر قران کریم او او مسلمانانو په باورونو باندې ملنډې ووهي.

هغې وویل: "ایا زه د الوتونکي اس او یا د ځمکې مسطح په اړه مسخره بیانیات چې ستاسو په قران کې راغلي دي، پيل کړم؟ تاسو یوې شپږ کلنې نجلۍ سره واده کوئ او کله چې هغه نهه کلنه شي له هغې سره یو ځای والی کوئ. چا دغه کار رد کړی دی؟ محمد پیغمبر."

په دې اړه د اعتراضونو له پراخېدو سره، په هند کې د بهارتیا جنتا ګوند، پرون یکشنبه په دغه ګوند کې د نوپورشرما غړیتوب وځنډوی او ویې ویل چې د نوموړې څرګندونې د «د دغه حزب له تګلارې سره په تناقض» کې دي.

د بهارتیا جنتا ګوند چې تل په هند کې د مسلمان اقلیتونو په وړاندې په تندو انتقادونو سره تورن شوی، د شرما د غړیتوب د ځندولو ترڅنګ ویلي چې دغه ګوند «ټولو ادیانو» ته احترام لري.

شرما هم پi خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د اسلام په اړه د نوموړې څرګندونې د هندیانو د «شیوا» الهه د انتقاد په اړه وې. هغې لیکلي: "که چیري زما څرګندونې د دیني اړخه د کوم چا د ناراحتۍ سبب شوي وي، له بیله قید او شرطه خپلې خبرې بیرته اخلم."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه خپل کلني راپور کې ویلي و چې هند له هغو هیوادونو څخه دی چې هغه کې مذهبي ازادي نقض شوې ده.

په راپور کې یول شوي چې یو شمېر هندي سیاستوالو په ښکاره ډول یا هم په ټولنیزو رسنیو کې د دیني او مذهبي اقلیتونو پر ضد څرګندونې کړي دي او له هغوی یو شمېر یې پر عبادت ځایونو بریدونه له پامه غورځولي او حتا یو شمېر یې د هغوی ملاتړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG