د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د کرناټکا عالي محکمې په حجاب د بندیز پرېکړه تائید کړه 


په حجاب د بندیز په ضد مظاهرې
په حجاب د بندیز په ضد مظاهرې

د هند د کرناټکا په ایالت کې نن سه شنبه مارچ ۱۴ (کب۲۳) عالي محکمې په ټولګیو کې په حجاب د بندیز په پلوۍ پرېکړه وکړه.

څه موده مخکې د دغه ایالت حکومت پرېکړه کړې وه چې د ښوونځیو او پوهنتونونو په ټولګیو کې به مسلمانې نجونې حجاب نه کوي.

د هند په نورو ایالتونو کې په حجاب باندې کوم بندیز لګول شوی نه دی خو ښايي د کرناټکا ایالت د عالي‌ محکمې دا پرېکړه نورو ایالتونو کې هم دغه کار ته لاره هواره کړي.

په حجاب د بندیز په ضد هغه مهال ناندرۍ او مظاهرې پیل شوې چې په دغه ایالت کې یو دولتي‌ ښوونځي ته مسلمانې نجونې،‌ چې حجاب یې اغوستې و، پرېنښودل شوې.‌ د دغه کار مخالفین او مظاهره کوونکي‌ وايي‌ چې په دې سره به مسلمانې نجونو د تعلیم او اساسي حقونو څخه بې برخې کېږي.

خو په حجاب د بندیز په پلوۍ هم یو شمېر زده کوونکو مظاهرې وکړې. په ټولنیزو رسنیو کې د یوې نجلې،‌ چې حجاب یې لره، ویدیو ډېره خپره شوه. په ویدیو کې ښودل کېږي‌ چې دا نجلۍ د حجاب په مخالفت د مظاهره کوونکو شاګرادنو په مخکې د خپلو حقونو څه د دفاع چېغې وهي.

د کرناټکا محکمې ویلي دي چې د دغه ایالت حکومت د زده کوونکو د یونیفورم د ټاکلو صلاحیت لري.

راپورونه وايي چې د صدراعظم نرېندرا مودي د ملتپاله ګوند په مشرۍ حکومت کې په هند کې د «مسلمانانو په ضد نفرت مخ په زیاتېدو» دی.

د بشري حقونو او اقلیتونو د حقونو فعالانو د محکمې دا پرېکړه غندلې ده. په نوي‌ ډهلي کې یوې محصلې فاطمه افرین په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په حجاب د بندیز په اړه د محکمې پرېکړه لویه نا انصافي ده او پایلې به یې «ظالمانه او غیر انسان» وي.‌

نوموړې لیکلي‌ دي چې مسلمان محصلین به د دغې پرېکړه په اړه ارام او لاس تر زنې نه کیني.

په همدې حال کې د کرناټکا ایالت د پوهنې وزیر ویلي دي چې مسلمان زده کوونکي باید د محکمې پرېکړې ته درناوی وکړي. د شمېرو له مخې هند شاوخوا ۱.۴ میلیارد نفوس لري چې ۱۴ سلنه یې مسلمانان دي. د هند په تاریخ کې په عامه ځایونو کې هېڅکله هم په حجاب بندیز لګول شوی نه و.

د اسوشییتډپرس خبري اژانس وايي ښايي د محکمې دا پرېکړه په هند کې مذهبي اختلافونه نور هم زیات کړي.

XS
SM
MD
LG