د لاس رسي وړ اتصالات

تاجیکستان د روسیې هغه ادعا رد کړه چې وايي اوکراین جګړې ته ددې هیواد اتباع استخداموي


عکس ارشیف: د مسکو د برید په تړاو یو نیول شوی تورن کس
عکس ارشیف: د مسکو د برید په تړاو یو نیول شوی تورن کس

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ اپریل شپږمه (وري ۱۸) د روسیې د یو جګپوړي امنیتي مقام هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د اوکراین سفارت د روسیې پر ضد جګړې ته اجیر جنګیالي استخداموي.

روسي خبري اژانسونو د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند شوخین صمدي له قوله ویلي: "موږ یادونه کوو چې د روسي د چارواکي دغه ادعا هېڅ بنسټ نه لري."

د رویټرز اژانس د روسي رسنیو له قوله لیکلي چې د روسیې د امنیت شورا سکرتر نیکولای پاتروشیف، چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لوړپوړی متحد دی، د چهارشنبې په ورځ، پرته له دې چې شواهد وړاندې کړي، وویل چې "د اوکراین ځانګړو خدماتو" په مسکو کې د کنسرت د تالار دننه د تیرې میاشتې په خونړي برید کې لاس درلود او دا چې په تاجیکستان کې د اوکراین سفارت د جنګیالیو په استخدام بوخت دی.

اوکراین په دې برید کې چې لږ تر لږه ۱۴۴ کسان په کې ووژل شول، لاس لرل رد کړي او د امریکا متحده ایالاتو ویلي چې ددې برید مسؤلیت د اسلامي دولت د سخت دریځې ډلې په غاړه دی.

روسیې تر دې دمه د مسکو د کنسرت پر تالار د خونړي برید په شک څه باندې ۱۱ کسان نیولي دي. په نیول شویو کې یې څلور کسان د تاجیکستان وګړي ښودل شوي دي.

د روسیې د فدرال امنیتي څانګې د اپریل په څلورمه (وري ۱۶) وویل چې نیول شویو کسانو بریدګرو ته مالي امکانات برابر کړي‌ وو.

د مقاماتو په وینا دا کسان په مسکو، اورال یکاترینبورګ او د سایبریا په اومسک کې نیول شوي دي.

په مسکو کې د کنسرت په یو تالار باندې په دغه برید کې ۱۴۴ تنه ووژل شول او تقریبآ ۲۰۰ نور ژوبل شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG