د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش په برید کې د سوريې ۲۶ سرتېري او ملېشه وژل شوي


داسې ښکاري چې د داعش ډله بیا په سوریه کې فعاله شوې ده
داسې ښکاري چې د داعش ډله بیا په سوریه کې فعاله شوې ده

له سوریې څخه راپورونه وايي چې د داعش ډلې اورپکو د دوشنبې په ورځ فبروري ۸( سلواغه۲۰) د سوریې د ځواکونو په یو کاروان برید کړی دی او لږ تر لږه ۲۶ سرتېري او ملېشه یې وژلي دي.

په برتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي‌ چې په وژل شویو کسانو کې یې اوه تنه د سوریې د امنیتي ځواکونو غړي او نور یې ملېشه دي.

دا پېښه د «دیرالزور» په ایالت کې شوې ده. د څار دغه ډله وايي چې په جګړې کې ۱۱ داعش بریدګر هم وژل شوي دي.

د داعش ډلې د ۲۰۱۹ د مارچ په میاشت کې په سوریې کې خپل وروستی مرکز هم له لاسه ورکړ، خو داسې ښکاري چې بېرته فعال شوي او په دې وروستیو کې بریدونه زیات شوي دي.

تېره اونۍ هم د داعش په برید کې د سوریې ۱۹ ملېشه او عسکر ووژل شول.

د تېرکال په ډسمبر کې د دغې ډلې په یو کمین د سوریې ۴۰ هغه سرتېري ووژل شول چې د رخصتیو لپاره کورونو ته روان وو.

XS
SM
MD
LG