د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: سري لانکا افغانستان ته د څلورو منډو په توپیر ماتې ورکړه


د سري لانکا توپ اچونکي متیشا پتیرانا د افغانستان څلور لوبغاړي وسوځول.
د سري لانکا توپ اچونکي متیشا پتیرانا د افغانستان څلور لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان او سري لانکا تر منځ‌ د کرکټ د درې شل اووریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې، د سریلانکا لوبډلې افغان لوبډلې ته د څلور منډو په توپیر ماتې ورکړه.‌

د سري لانکا په دامبولا کې، افغانستان د نننۍ لوبې د پچې له وګټلو وروسته مقابل لورې د توپ وهنی (بیټینګ) بلنه ورکړه.

سري لانکا په ۱۹ اوورنو او د خپل ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې افغان لوبډلې ته د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه.

په نننۍ لوبه کې د سري لانکا لوبډلمشر وینیندو هسرنګا نیمه سلیزه ووهله چې وروسته بیا د نوین الحق لخوا اوټ شو. پاتې نورو لوبغاړ له ۲۵ زیات منډې جوړې نه کړې.‌

د افغانستان دپاره توپ اچوونکو فضل الحق فاروقي درې، نوین الحق او عظمت الله عمرزي دوې دوې، نور احمد او کریم جنت بیا یوه- یوه ویکټه واخیسته.

د توپ وهلو په برخه کې، د افغانستان دپاره لوبډلمشر ابراهیم ځدران ترټولو زیاتې ۶۷ منډې وکړي او تر پایه یې خپله ویکټه وساتله.

د سري لانکا توپ اچونکي متیشا پتیرانا د افغانستان څلور لوبغاړي وسوځول. نورو سري لانکايي توپ اچوونکو؛ دوسن شناکا دوې ویکټې او هسرنګا، مهیش او انجیلو متیو بیا هر یوه، یوه - یوه ویکټې واخیستې.

سري لانکا پداسې حال کې نننۍ شل اووریزه لوبه وګټله، چې تر دې وړاندې یې هم د یو ورځنیو لوبو لړۍ او یو ټیسټ لوبه ګتلې وه.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او سري لانکا ترمنځ د درې ۲۰ اوریزې سیالۍ دویمه لوبه د روانې میاشتې په ۱۹مه نېټه تر سره شي.‌

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG