د لاس رسي وړ اتصالات

د هسپانیا سیلابونو کې د مړو شمېر ۱۵۸ ته ورسېده او درې ورځې ملي ماتم اعلان شوی


د هسپانیا د والنسیا په ختیځه سیمه کې د سه شنبې سیلابونو لارې او سرکونه په سیندونو بدل کړل، موټرونه یې له ځانه سره یوړل، کورونه له اوبو لاندې شول او د ریل ګاډو سیستم ګډوډ شو.
د هسپانیا د والنسیا په ختیځه سیمه کې د سه شنبې سیلابونو لارې او سرکونه په سیندونو بدل کړل، موټرونه یې له ځانه سره یوړل، کورونه له اوبو لاندې شول او د ریل ګاډو سیستم ګډوډ شو.

هسپانیا پنجشنبې اکتوبر ۳۱ (لړم نهمه) په داسې حال کې درې ورځنی ملي ماتم پیل کړ چې د ژغورنې کارکوونکي د بې پیلوټه الوتکو په مرسته په دغه هېواد کې د کم ساري سیلاب وروسته د ژوندي پاتې شویو کسانو لټون کوي او د مړو شمېر۱۵۸ ته رسېدلی دی.

د هسپانیا د والنسیا په ختیځه سیمه کې د سه شنبې سیلابونو لارې او سرکونه په سیندونو بدل کړل، موټرونه یې له ځانه سره یوړل، کورونه له اوبو لاندې شول او د ریل ګاډو سیستم ګډوډ شو.

د هسپانیا په ختیځو او جنوبي سیمو کې د تیرې یوې اونۍ راهیسې د شدیدو بادونو او باران خبر ورکړل شوی دی چې له کبله یې په والنسیا او جنوبي اندلوسیا کې سیلابونه راغلل.

د ژغورنې کارکوونکي چې ۱۲۰۰ پوځيان ورسره مل دي، د والنسیا په سیلاب ځپلو کلیو کې په ژوندي پاتې انسانانو پکې ګرځي او له سرکونو خټې او خځلې لیرې کوي.

حکومتي چارواکو خبرداری ورکړی چې د تلفاتو شمېر ښايي زیات شي ځکه چې د ژغورنې چارې لار روانې دي، ګڼ شمېر خلک لا تراوسه ورک دي او یو شمېر سیمو ته د تګ لارې بندې شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي چې کورونه یې له اوبو لاندې شوي، د خپلو کورونو له ودانیو او انګړونو څخه د خټو او خځلو د لیرې کولو او د خپلو مالونو د موندلو هڅه کوي.

دا په هسپانیا کې د ۱۹۷۳ کال راهیسې ترټولو مرګاني سیلابونه وو په هغه کال کې د هسپانیې په جنوب ختیځو ګرانادا او مورسیا ولایتونو کې د سیلابونو له کبله لږ تر لږه ۱۵۰ کسان مړه شوي وو.

د موسم څارونکو ویلي چې د مدیترانې سمندر دپاسه یخو بادونو وریځې او شدید باران رامنځته کړی او د وروستيو سیلابونو لامل شوی دی. ساینس پوهان وايي د انسان په لاس رامنځته شوی د اقلیم بدلون د ګرمې هوا او توپانونو د شدت لامل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG