د لاس رسي وړ اتصالات

ځينې کورنۍ خپل ماشومان نه پرېږدي د ګوزڼ واکسین ورته وشي- مسؤولین


د پوليو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې فعال واکسيناتور وايي، چې ځينې کورنۍ د ناروغۍ پر مهال خپلو ماشومانو ته د واکسين له کولو ډډه کوي.

خو ډاکټران ټينګار کوي چې په دې ناروغۍ اخته ماشومان بايد ژر واکسين شي، ځکه چې دا زيان نه لري او برعکس د ماشومانو د معافيتي سيسټم لپاره ډېر ګټور دي.

دوی سپارښتنه کوي چې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته باید په هر حالت کې د ګوزڼ ضد واکسین وشي.

په جنوب کې د ګوزڼ پر ضد د مبارزې د حوزوي مرکز مسؤول، ډاکتر جمال الدین وایي، تر اوسه هیڅ داسې پېښه نده لیدل شوې چې واکسین دې کوم جانبي اغیزې رامنځ ته کړي وي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "واکسین یو مړ ژوانده میکروب دی او کوم خطر نه پیښوي، په هر حالت کې باید ماشوم ته ورکړل شي او تراوسه یې مونږ کوم جانبي عوارض ندي لیدلي."

د خوارځواکۍ په ګډون ځینې نورې ناروغۍ اوس په جنوبي ولایتونو کې د ماشومانو د روغتیا په برخه کې یوه اساسي ستونزه بلل کیږي.

له همدې کبله په کورنیو او روغتیايي مرکزونو کې دغه ډول ماشومان ډیر لیدل کیږي چې ډاکتران یې پر واکسین په هر حالت کې ټينګار کوي. بل ټکی دا چې کله ماشومان په نورو ناروغيو اخته شي، د ماشومانو د بدن دفاعي سيستم معمولاً پياوړی کېږي او په دې وخت کې بايد واکسين شي.

په دې هکله ښاغلي جمال الدین زیاته کړه: "هره مریضي د ماشوم معافیتي سیستم کمزوری کوي، نو دې ته اړتیا لیدل کیږي چې موږ ژر تر ژره دوی واکسین کړو، تر څو معافیتي سیستم یې قوي شي."

په جنوبي ولایتونو کې د پولیو پرضد مبارزه تر ډیره بریالۍ ګڼل کیږي چې د مسؤولینو په باور د پرلپسې هڅو په پایله کې اوس زیاتي سیمې له ویروس څخه پاکې شوي.

خو لا هم د ځینو کورنیو له خوا انکار او بې غوري یو شمیر ماشومان له واکسین څخه پاتې کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG