د لاس رسي وړ اتصالات

فوټبال د ډېرو رنځونو دوا ده - څیړنه


تحقیق ښيي‌ هغه کسان چې فوټبال نکوي د وینې د فشار په رنځ‌ ډېر اخته دي
تحقیق ښيي‌ هغه کسان چې فوټبال نکوي د وینې د فشار په رنځ‌ ډېر اخته دي

د یوې تازه علمي څېړنې په اساس هغه خلک چې فوټبال کوي د هغو خلکو په پرتله چې فوټبال نکوي ډیر لږ د کولسترول، د وینې ټېټ فشار، د وازګې د زیاتوالي او د زړه په رنځ اخته کیږي.

د څېړنې یو څیړونکی پیتر کراستروپ وايي‌ د فوټبال ورزش په ژوند کې د ډېرو ناروغیو مخه نیسي.

نوموړي وویل فوټبال درمل دي او داسې یوه لوبه ده چې زاړه، واړه، ځوانان او د هر عمر انسان یې کولی شي. ډاکټران وايي فوټبال د شکر، د لوړ فشار، د هډوکو د کمزورتیا او دا ډول نورو ناروغیو د مخنیوي لپاره بهترینه وسیله او درمل دي.

علمي څیړنې ښيي‌ هغه کسان چې فوټبال نکوي د وینې د فشار په رنځ‌ ډېر اخته دي، مګر هغو خلکو چې د وینې لوړ فشار یې لره او بیا یې فوټبال ته مخه کړې، رنځ یې کم شوی دی.

پر دې سربېره د نوې څېړنې له مخې د هغو خلکو زړونه چې فوټبال کوي د هغوی خلکو له زړونو څخه په یوې دقیقې شپږ ځلې زیات درزیږي او په چټکۍ سره بدن ته وینه انتقالوي‌،‌ چې فوټبال نکوي.

د رویټرز د راپور په اساس څېړونکو په دغې څېړنې کې له هغو ۳۱ نورو علمي تحقیقاتو څخه هم ګټه اخیستې چې مخکې په دې برخه کې شوي‌ وو.

XS
SM
MD
LG