د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په بلوچستان کې شپږ پنجابي کارګران وژل شوي


دغه کسان د چهارشنبې په ورځ ناوخته د بلوچستان ایالت له ګوادر بندر څخه ۲۵ کیلومتره لیرې په خپل کور کې وژل شوي.
دغه کسان د چهارشنبې په ورځ ناوخته د بلوچستان ایالت له ګوادر بندر څخه ۲۵ کیلومتره لیرې په خپل کور کې وژل شوي.

د پاکستان پولیسو د پنجشنبې په ورځ مۍ ۹ (غوايي ۲۰) وویل چې په بلوچستان کې په ډزو کې لږ تر لږه شپږ پنجابي کارګران وژل شوي دي.

په دغه سیمه کې پر ځايي اوسېدونکو تور دی چې له ډیرې مودې راهیسې له نورو سیمو د ورغلیو کاګرانو او بهرنیانو په وړاندې په توکمیز تاوتریخوالي کې لاس لري.

دغه کسان د چهارشنبې په ورځ ناوخته د بلوچستان ایالت له ګوادر بندر څخه ۲۵ کیلومتره لیرې په خپل کور کې وژل شوي. په ګوادر کې د یو بندر په جوړولو کې چین د میلیاردونو ډالرو پانګونه کړې ده.

پولیسو وویل، وژل شوي کسان سلمانیان وو او له پنجاب څخه د کار روزګار لپاره دې سیمې ته کډه شوي وو او احتمالاً په دې خاطر په نښه شوي چې پنجابیان وو.

په ګوادر کې د پولیسو جګپوړي چارواکي محمد محسن وویل: "موږ دا مهال د دې موضوع پلټنه کوو، خو ظاهرا داسې ښکاري چې په دوی ځکه برید شوی چې دوی پنجابیان وو." هغه زیاته کړه چې شپږ تنه وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

د پوليسو بل چارواکي زوهيب احمد د وژل شويو کسانو شمېر تائيد کړ او ويې ويل چې دوى په خپل کور کې په ډزو کې وژل شوي دي.

بلوچستان د ډیرو طبیعي زیرمو د لرلو سره سره د پاکستان تر ټولو بې وزلی ایالت دی.

اورپکو په دې ایالت کې له دې وړاندې هم پنجابیان، سندیان او همدارنګه بهرنۍ ګټې په نښه کړي چې د دوی په باور د بلوچستان له شتمنیو ګټه پورته کوي او ددغه ایالت اوسېدونکو ته پکې ونډه نه ورکوي.

پنجابیان په ځانګړې توګه د پوځ په لیکو کې چې د بلوچستان د وسله والو ډلو د ماتولو لپاره په جګړه کې ښکیل دي، برلاسي ګڼل کیږي.

تېره میاشت په سیمه کې ۱۱ پنجابي کارګران هغه مهال ووژل شول چې شپږو وسله والو د بلوچستان ایالت نوشکي ښار ته څېرمه یو بس ودراوه.

چین د اقتصادي ستونزو سره مخامخ پاکستان تر ټولو نږدې سیمه ایز متحد دی، چې ددغه هېواد په زیربنایي پروژو کې یې شاوخوا دوه ټریلیون ډالر پانګونه کړې ده.

خو د چینايي کارګرانو امنیت د دواړو هیوادونو لپاره لویه اندیښنه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG