استرالیا د سه شنبې په ورځ جون څلورمه (غبرګولي ۱۵) اعلان وکړ چې د نفوس د کمښت په وجه یې پوځ ته د سرتیرو د استخدام هدفونه ندي ترلاسه کړي او له کبله یې داسې کسانو ته چې ددغه هېواد اتباع نه دي، په پوځ کې د شمولیت اجازه ورکوي.
د استرالیا د دفاع وزیر ریچارډ مارلس وویل چې سر له راتلونکې میاشتې به د استرالیا هغو دایمي اوسیدونکو ته چې په دغه هېواد کې یې ۱۲ میاشتې تیرې کړي وي، په پوځ کې د خدمت اجازه ورکړل شي.
هغه زیاته کړه چې د بریتانیې، کاناډا، نیوزیلنډ او متحده ایالاتو اتباع غوره ګڼل کیږي.
استرالیا دومره اوږد ساحل لري چې د ځمکې د کرې له شاوخوا څخه چاپیر کیږي خو نفوس یې یوازې ۲۶ میلیون دی.
دغه هېواد په وروستیو کلونو کې دفاعي بودیجه زیاته کړې او د سیمه ایزو امنیتي ننګونو سره د مبارزې لپاره یې اوبتلونه، جټ الوتکې او نور جنګي وسایط پیرلي دي.
خو ددغو وسایطو د اداره کولو لپاره کانبرا د کافي پیلوټانو، سمندري ځواکونو او نورو سرتیرو د موندلو په برخه کې له ستونزې سره مخامخ دی.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د هغو استرالیایانو شمېر چې په پوځ کې خدمت کولو ته حاضر دي، د اوسنۍ اړتیا د پوره کولو لپاره کافي ندی او په راتلونکي کې د پوځ د پراخېدو سره ښايي دا تشه نوره هم پراخه شي.
د استرالیا د ستراتیژیکې پالیسۍ انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې، د احتیاطي سرتیرو په شمول د استرالیا د دفاعي ځواکونو ټول شمېر دا وخت ۹۰ زرو ته رسیږي.
په مقابل کې د چین پوځ شاوخوا دوه میلیونه پرسونل لري.
مارلس وویل چې د استرالیا د دفاعي ځواک وده "په راتلونکې لسیزه کې او له هغه وروسته، د هیواد د امنیتي ننګونو سره د مقابلې لپاره اړینه ده."
فورم \ دبحث خونه